د چين د بهرنيو چارو وزارت ويبسايټ د اګست په ۳۱مه نېټه خبر ورکړ، چې اوس د دې وزارت مرستيال مشر چين ګانګ په چين کې د چک له سفير ولاديمير تومسيک سره ليدنه وکړه او له تايوان څخه د چک د سنا مجلس مشر ميلوس ويسترچيل د لیدنې په اړه يې کلک احتجاج ورته څرګند کړی دی.
چين ګانګ وويل، ويسترچيل د چين له کلک مخالفت سره سره، د تايوان ادارې او د چين ضد د مخالفانو تر هڅونې لاندې له تايوان څخه تش په نامه لیدنه کوي، په علني ډول له تايواني بېلتون غوښتونکو څخه ملاتړ کوي، چې دا د چين پر ملي حاکميت باندې تېری کول دي او د چين په کورنيو چارو کې لاسوهنه ده. چين د دې سخته غندنه کوي.
(فرشته)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |