CRI Online

شي جين پينګ د اندونيزيا له ولسمشر جوکو ويدودو سره ټليفوني خبرې وکړې

cri     (GMT+08:00) 2020-09-01 11:12:53
شي جين پينګ د اندونيزيا له ولسمشر جوکو ويدودو سره ټليفوني خبرې وکړې

د چين د دولت رئيس شي جين پينګ د اګست په ۳۱مه نېټه د اندونيزيا له ولسمشر جوکو ويدودو سره ټليفوني خبرې وکړې.

شي جين پينګ په خپلو خبرو کې وويل، چين له اندونيزيا سره د کوويد-۱۹ ضد د واکسين د څېړنې په برخه کې فعالې همکارۍ کوي او د دغه ويروس ضد مبارزه کې د دواړو هېوادونو ترمنځ په همکارۍ کې نوی ځلانده ټکی ګرځېدلی. چين د دواړو خواوو له تصديو څخه ملاتړ کوي چې د واکسين د څېړنې او جوړونې، اخيستنې او توليد په برخو کې همکارۍ وکړي او د دواړو هېوادونو او حتی د ګردې نړۍ لپاره خدمتونه ترسره کړي.

ولسمشر جوکو ويدودو په خپلو خبرو کې د کوويد-۱۹ ضد د اندونيزيا له مبارزې څخه د چين له پر له پسې ملاتړ څخه مننه وکړه او هيله يې وښودله چې د سوداګرۍ، پانګونې او کلتور په برخو کې له چين سره همکارۍ پياوړی کړي. اندونيزيا غواړي د نړيوالو اړيکو د بنسټيزو اصولو او د سيمه ييزې سولې او ثبات د ساتلو او د انسان د ګډ برخليک ټولنې جوړونې د هڅولو لپاره له چين سره په ګډه کوښښونه وکړي. (هيله)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای