CRI Online

نژاد پرستي د امريکا په ټولنه کې پر يوې ساري ناروغۍ اوښتی

cri     (GMT+08:00) 2020-09-01 12:14:57

له دې وروستيو څو ورځو راهيسې په امريکا کې د نژاد پرستۍ ضد سترې مظاهرې دوام لري. پر ځايي وخت د اګست د ۲۹مې نېټې په ماسپښين د دغه هېواد د ويسکونسين ايالت په کينوشا ښار کې څو زرو تنو سوله ييزه مظاهره وکړه او د پوليسو لخوا په ډزو ټپي شوي تور پوستي جاکوب بلېک لپاره د عدلت او برابرۍ غوښتنه کوله. د روانې مياشتې په ۲۸مه نېټه د دغه هېواد په واشينګټن کې د مارتين لوتر کينګ لخوا د هغې مشهورې وينا د خپرولو د ۵۷مې کليزې لپاره لويه غونډه کې چې سرليک يې و زه يوه هيله لرم، د مارتين لوتر کينګ مشر زوی په ډاګه وويل چې امريکا د ده د پلار له هيلې سره سم پرمختګ نه دی کړی، خو برعکس په يو پرېشانه خوب کې ده.

دا ډېره د خپګان خبره ده. د ۱۹۶۳ کال د اګست پای ته په کتو د افريقايي الاصل امريکايانو نامتو مشر مارتين لوتر کينګ د دغه هېواد د پخواني ولسمشر لينکن د يادڅلي پر وړاندې يوه وينا وکړه او هيله يې وښوده چې زما ۴ ماشومان راتلونکې کې په يو داسې هېواد کې ژوند وکړي چې خلک د پوستکي په رنګونه، بلکې د اخلاقو له مخې د دوی ارزونه وکړي. خو تر اوسه ۵۷ کاله تېر شوي، په امريکا کې نژاد پرستي لا هم په سيستماتيکه توګه موجوده ده چې حالت يې د پخوا په پرتله لا نور هم سخت شوی دی.

د روان کال په مارچ کې د لويسويلي ښار د افريقايي الاصلې امريکايي ښځې برېونا تېلور کور ته څو پوليس د نشه يي توکو د موندلو په پلمه ننوتل او هغه يې ووژله. خو پوليسو په اخر کې د دې په کور کې هېڅ نشه يي توکي پيدا نه کړل. د روان کال په مې کې د مينېاپوس ښار افريقايي الاصله امريکايي جورج فلويد د سپين پوستي پوليس لخوا په زورزياتي سره ووژل شو. يوه اوونۍ وړاندې د کېنوشا ښار افريقايي الاصل امريکايي نارينه جاکوب بلېک د پوليسو لخوا د ډزو په ۷ ګوليو سخت ټپي شو. د ده ۳ کوچنيو ماشومانو په موټر کې دغه پېښه په خپلو سترګو وليدله.

ولې د امريکا په ټولنه کې نژاد پرستي کله کله رامنځته کېږي؟ له ۱۶مې نه تر ۱۸مې پېړۍ پورې د لويديځې اروپا ځینو هېوادونو شمالي امريکا ته د غلامۍ نظام راوړ. که څه هم دغه نظام د ۲۰مې پېړۍ په منځنۍ برخه کې بند شو، خو د پېچلي کورني سياسي چوکاټ، تاريخي دودونو او ايديالوژۍ په اثر د دغه هېواد د مختلفو نژادونو ترمنځ په اړيکو کې دومره ښه والی نه دی راغلی. له ۲۰۱۶ کال راهيسې په امريکا کې سپين پوستو ته د لومړيتوب ورکولو مفکوره بيا راپورته شوې، بيا ۲۰۱۷ کال کې د چارلوتيسويلي د ښې لاس افراطي ځواکونو مظاهره وکړه او وروسته د نژاد پرستۍ څو پېښې وشوې.

په داسې حال کې امريکا کې د قانون پلې کولو په برخو کې د نژاد پرستۍ حالت ورځ تر بلې سختېږي او د ملي لږکيو بنسټيز بشري حقونه تر پښې لاندې شوي دي.

امريکا کې د نژادونو ترمنځ د اړيکو په ترينګلتيا سره اړوند جرمونه هم مخ په زياتېدو دي او ټولنه يې ټوټه ټوټه کېږي. د دغه هېواد د دوو ګوندونو ترمنځ په سيالۍ کې هره خوا يوازې خپلې موخې ته د رسېدو لپاره اړوند غبرګونونه ښيي، خو هېڅکله يې د نژاد پرستۍ په مسئله کې واقعي او جدي دريځ نه دی څرګند کړی. له يوې خوا، د نژاد پرستۍ ضد مظاهر چيان د پوليسو له سيستم څخه د اصلاحاتو جدي غوښتنه کوي، له بلې خوا د جمهوريت غوښتونکو په تازه پای ته رسېدلې ملي کانګرس کې دې ته دومره پام نه دی ښودل شوی.

دا چې د قوانينو پر وړاندې هر تن مساوی دی، د بشري حقونو د نړيوال منشور بنسټيز اصول دي. د امريکا سياستوال چې پخپله د بشري حقونو ساتونکي بولي، په خپله هېواد کې د نژاد پرستۍ مسئلې د حل و فصل هېڅ نيت او وړتيا نه لري. له دې څخه د دغه هېواد په سياسي نظام او جوړښت کې اصلي نيمګړتياوې، بلکې د د دوی په خوله کې د تش په نامه د بشري حقونو رياکاره بڼه څرګندېږي.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای