CRI Online

وانګ يي د سختو سيلابونو له امله د افغانستان د بهرنيو چارو سرپرست وزير محمد حنیف اتمر ته د خواخوږۍ پيغام وليږه

cri     (GMT+08:00) 2020-09-01 14:46:37
وانګ يي د سختو سيلابونو له امله د افغانستان د بهرنيو چارو سرپرست وزير محمد حنیف اتمر ته د خواخوږۍ پيغام وليږه

د چين د دولتي شورا غړي او د بهرنيو چارو وزير وانګ يي د سپتمبر په لومړۍ نېټه په افغانستان کې د سختو سيلابونو له امله د دغه هېواد د بهرنيو چارو سرپرست وزير محمد حنيف اتمر ته د خواخوږۍ پيغام وليږه.

وانګ يي په دغه پيغام کې ويلي، د افغانستان په بېلا بېلو سيمو کې سخت سيلابونه رامنځته شوي، د سر او مال زيانونه يې رسولي دي. زه د سيلابونو له امله د مړه شویو کسانو په مړينه خپه، د خپلوانو دوستانو سره يې خواخوږي او همدردي څرګندوم. هيله لرم چې ټپيان شوي ژر جوړ شي. باور لرم چې د افغانستان حکومت تر لارښوونې لاندې به افغانان هرومرو له ناورينو سره په مقابله کې برياليتوب تر لاسه کړي او خپل کورونو به بياجوړ کړي. (هيله)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای