CRI Online

وانګ يي: ګونګوسې به خامخا بربنډيږي او حقيقت به ځان ښکاره کوي

cri     (GMT+08:00) 2020-09-01 15:16:19

( د شينجيانګ د اورموچي په نړيوال بازار کې)

د چين د دولتي شورا غړي او د بهرنيو چارو وزير وانګ يي د اګست په ۳۰مه نېټه د فرانسې د نړيوالو اړيکو په څېړنيز انستيتيوټ کې وينا وکړه او د غونډې د مېلمنو پوښتنو ته يې ځوابونه ورکړل. د اروپايي پارلمان يوه غړي د پوښتنې په ترڅ کې وويل، چې له اقليمي بدلون سره د مبارزې په اړه د چين خبرې او عملونه يو شان نه دي؛ چين ستر متمدن هېواد دی، خو بايد خپل خلک و نه ځوروي؛ د شينجيانګ او هانکانګ په چارو کې د چين تګلارې د اروپايي ټولنې له ارزښتونو سره سمون نه لري.

وانګ يي د نوموړي پوښتنې ته په ځواب کې وويل، چې تاسو يوه شديده پوښتنه وکړه، خو واقعي معلومات دې نه دي تر لاسه کړي. د بېلګې په توګه، چين له اقليمي بدلون سره د مبارزې په اړه نه يوازې دقيقه رويه لري، بلکې ټينګ ګامونه يې پورته کړي او کوي يې. لومړی، چين د نورو خواوو له فشار سره سره له فرانسې سره ودرېده او په ګډه هڅه يې د پاريس تړون د لاسليکېدو لپاره زمينه برابره کړه. دوهم، چين له ټاکلي وخت څخه دوه کاله مخکې د ۲۰۲۰ کال د کاربن دوه اکسايد د ايستلو د کمولو موخې ته رسېدلی دی. درېيم، چين د ايکولوژيکي تمدن د ابادۍ په اړه د نوي پلان د جوړولو په هڅه کې دی.

ستر تمدن د سترو خلکو د ګډو هڅو نتيجه ده. د پيو په نوم د پلټنو مرکز او هاورډ پوهنتون څو ځلې په ټوله نړۍ کې نظرپوښتنې تر سره کړي او نتيجې يې دا ښيي چې د هېواد له ځواکمن ګوند او حکومت څخه د چينايانو د ملاتړ منځنی انډول تر ۹۰ سلنې لوړ دی، چې دا رقم د نړۍ په درجه بندۍ کې لومړی مقام نيسي او د نورو هېوادونو په پرتله ډېر لوړ دی. که د يو هېواد ځواکمن ګوند او حکومت د خلکو بشري حقوق په اغېزمن ډول نه وای ساتلی، نو څرنګه به د پراخو خلکو دوامدار ملاتړ تر لاسه کولی شي؟

د هانکانګ او شينجيانګ چارو په اړه دغه ټکي ته لومړيتوب ورکوم، چې دا د چين کورنۍ چارې دي او بهرني هېوادونه پکې د لاسوهنې حق نه لري. چين هيڅکله د نورو هېوادونو پر کورنيو چارو نيوکې او ګوتڅنډنې نه دي کړي. زه تاسو ته د شمېرو او واقعي معلوماتو ښودل غواړم،ځکه حقيقت تر ټولو پياوړی قوت دی او ګونګوسې به خامخا د حقيقت پر مټ شنډې کيږي.

د تېر کال له وروستۍ نيمايي راهيسې په هانکانګ کې ګډوډۍ رامنځته شوې، که دغه وضعيت دوام ولري، د هانکانګ راتلونکی به خراب شي او د (( يو هېواد او دوو نظامونو )) تګلاره به ويجاړه شي. نو چين د دې سيمې له حالت سره سم د ملي امنيت ساتونکی قانون جوړ کړی. د نژدې ۸۰ سلنې هانکانګيانو په اند د دغه قانون له تطبيق وروسته د هانکانګ امنيت او ثبات پياوړی شوی دی.

شينجيانګ د چين يوه کورواکه سيمه ده، چې له افغانستان سره ګډه سرحدي پوله لري. شينجيانګ پخوا چين ته د نړيوالو ترهګريزو ځواکونو د ننوتلو لاره وه. په تېرو څو کالونو کې په دې سيمه کې له زرو نه زيات ترهګريز بريدونه رامنځته شوي او د اويغوريانو په شمول زرګونو عامو وګړو ته يې زيانونه رسولي دي. د چين حکومت د خلکو د ژوند او امنيت د ساتلو مسئوليت لري او د ترهګرۍ پر وړاندې يې ټينګه مقابله کړې ده. د دې ترڅنګ چين د ترهګرۍ د مخينوي چارو ته په درنه سترګه ګوري او د ښوونې له لارې د افراطيت د له منځه وړلو په هڅه کې دی. په فرانسې او امريکا کې هم د افراطيت د له منځه وړلو مرکزونه شتون لري او بېلا بېل هېوادونه د م م غوښتنې ته غبرګون ښيي. د شينجيانګ په ښوونيزو او روزنيزو مرکزونو کې بشري حقوق پوره تامين شوي او ټول غړي ورڅخه فارغ شوي، مسلکي مهارتونه يې خپل کړي او دندې يې پيدا کړې دي. له تېرو دريو کلونو راهيسې په شينجيانګ کې هيڅ ترهګريزه پېښه نه ده رامنځته شوې، د ټولنې آرامي او همغږي او د خلکو خوندي ژوند او کار خوندي او ساتل شوي دي.

له تېرو ۴۰ کلونو راهيسې د شينجيانګ د اويغوريانو نفوس له ۵۵ لکو څخه ۱۱ مليونو ته پورته شوی، چې د زياتوالي اندازه يې تر يو چند لوړه ده، نو د تش په نوم نژادي تصفيه له کوم ځای څخه رامنځته شوې؟ دا د بد نيت ګونګوسه ده. په شينجيانګ کې ۲۴ زره جوماتونه شتون لري چې په منځنۍ توګه ۵۳۰ مسلمانان يو جومات لري او دغه انډول د زياتو اسلامي هېوادونو تر انډول لوړ دی، نو د تش په نوم د مذهبي ازادۍ مخنيوی په کوم ځای کې دی؟ چين د ټولو هرکلی کوي چې له شينجيانګ څخه ليدنه وکړي. له تېرو څو کلونو راهيسې د څه باندې ۹۰ هېوادونو نژدې سلو ډلو او زرو کسانو د چين حکومت په بلنې له شينجيانګ څخه ليدنې کړې دي. دغه کسان چې له بېلا بېلو هېوادونو څخه راغلي او مختلف سياسي دريځونه لري، په دې نظر دي چې هغه څه يې چې پخپله په شينجيانګ کې کتلي، له هغو معلوماتو سره توپير لري، چې پخوا يې د رسنيو له لارې اورېدلي دي.

ولې ياد وضعيت موجود دی؟ يو لامل يې دا دی چې له چين سره ځيني مخالفين د چين د بدنامولو په هڅه کې دي او دا يې پيدا کړې چې پارونکي او حيرانونکي خبرونه د نورو پاملرنه راجلبولی او همدردي او حتی مالي مرستې تر لاسه کولی شي. نو درواغ يې د زياتېدو په حال کې دي او له حقيقت څخه ليرې کيږي. خو درواغ به اخر هم بربنډيږي، ځکه د دروغو مزل لنډ وي. چين د نورو هرکلی کوي چې چين ته راشي او دلته وده او اصلاحات وګوري.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای