CRI Online

يوه امريکايي وېبسايټ د سپوږمکيو له خوا اخيستل شوې نقشې په خپرولو سره ادعا کړې چې په شينجيانګ کې د تش په نامه بنديانو کمپونه شتون لري، خو د ياد وېبسايټ کتوونکو ياد دروغ افشا کړي

cri     (GMT+08:00) 2020-09-01 21:26:40

له اوږدې مودې راهيسې ځينو لويديځو خبري رسنيو د چين په شينحيانګ کې د تش په نامه کمپونو د مسئلې په پلمه پر شينجيانګ تور لګولی دی او زيات جعلي او درواغجن خبرونه يې جوړ کړي دي. د امريکا د بوزفيد (BuzzFeed) مطبوعاتي ويبپاڼې د يو راپور په خپرولو سره ادعا کړې چې د سپوږمکيو له لارې په شينجيانګ کې د تش په نامه کمپونه پيدا شوي دي. خو د ويبپاڼې استفاده کوونکو افشا کړی چې د سپوږمکيو له لارې د اخيستل شوې نقشې له مخې ارزول شوي کمپونه بيخي موجود نه دي.

د بوزفيد مطبوعاتي ويبسايټ په دې کې ناکام شوی چې په راپور کې خپل بې بنسټ ګمان او حدس ته د حقيقت جامه ور واغوندي.

په دغه راپور کې ليکل شوي چې دوی باور لري چې په شينجيانګ کې ۳۱۵ بنديخانې ، ۱۶۸ د کمپونو او زندانونو ودانۍ او د محکمې مخکې د توقيف کولو ۴۷ ځايونه شته. په راپور کې په خپره شوې نقشه کې مختلف رنګونه او نښې کارول شوې. خو په ټولنيزو رسنيو کې ددغه نقشې په اړه شکونه پيدا شوي.

د اګست په ۲۹مه نېټه د ټويټر يو استفاده کوونکي د واقعي حالت له څيړنې وروسته پيدا کړی چې په دغه نقشه کې زيات شمېر ځايونه" د بای دو " (Bai Du map)په نقشه کې ليدل کيږي چې په څرګنده توګه له زندانونو سره هيڅ تړاو نه لري. د بيلګې په توګه د دغې نقشې له مخې د کاشعر په قشقر ولسوالۍ کې نښه شوې چې يو ځای د ځينو مالوماتو له مخې د زندان په توګه تصديق شوی. خو په حقيقت کې دغه ځای د لمري رنګونو په نوم د استوګنې سيمه ده. برسيره پر دې د دغه ټويټر استفاده کوونکي د پنځو نښه لرونکو ځايونو عکس ښودلی چې ټول د بای دو په نقشه کې په څرګنده توګه ليدل کيږي، د بوزفيد په خبر کې ياد ادعا شوي ځايونه مشخص شوي نه دي.

نه يوازې دغه عکسونه بې بنسټه دي، بلکې په خبر کې نور مالومات هم شکمن دی. د راپور په پای کې له څو تنو څخه مننه څرګنده شوي، خو د دغو کسانو نوملړ کې د جنګ ګو عن په نوم يو سړی د چين پر ضد دی او له ۲۰۱۶ کال څخه يې په خپل ټويټر کې پر شينجيانګ د تور لګولو نظريه ليکلې. نوموړی په امريکا کې د چين ضد سياستوالو لخوا منل شوی او د دغه هېواد د استخباراتو په لمسونونو سره د شينجيانګ د مسلکي ښوونې او روزنې مرکز په هکله ګروپ کې عمده کارکوونکی ګرځيدلی دی. له دې نه پر دې په راپور کې د ختيځ ترکستان د قومي ويښتوب د غورځنګ په شمول له څانګې څخه مننه شوې چې د شينجيانګ د خپلواکۍ ملاتړ کوي او له زياتو ترهګريزو ډلو سره تړاو لري. په دغه راپور کې د استراليا د ستراتيژيکو تګلارو له يو انسټيټوت څخه مننه څرګنده شوي چې دغه انسټيټوټ په اوږد وخت کې د امريکا د حکومت او د وسلو له سوداګرو څخه مالي ملاتړ تر لاسه کړی او هميشه يې د چين پر ضد ډول ډول مضامين يې جوړ کړي دي.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای