د چين ميډيا ګروپ د خبر له مخې، په ځايي وخت د سپتمبر په لومړۍ نېټه د چين د دولتي شورا غړی او د بهرنيو چارو وزير وانګ يي د جرمني په پلازمېنه بن کې د د دې هېواد د بهرنيو چارو وزير هکو يعسوف ماس سره د خبريالانو پوښتنو ته ځوابونه ورکړل. وانګ يي وويل، ما د پنځو هېوادونو له مشرانو او د بهرنيو چارو وزيرانو سره د دوه اړخيزو اړیکو او نړيوال وضعايت په اړه د نظريو ژوره تبادله او مهمه موافقه وکړه. لومړی، پر څواړخيزتوب ټينګار او د يوه اړخيزتوب مخالفت کول. دوهم، د همکاريو ټينګول او له بېلتون سره مخالفت. درېيم، د چين او اروپا ترمنځ د اړيکو ساتل او توپيرونه يې کنټرول او حل کول.
(فرشته)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |