CRI Online

شي جين پينګ : لا ژور اصلاحات او لوړپوړی ورخلاصون دې تر سره شي

cri     (GMT+08:00) 2020-09-02 10:11:00

د چين د کمونېست ګوند د مرکزي کمېټې عمومي منشي شي جين پينګ د سپتمبر په لومړۍ نېټه په خپلو خبرو کې پر دې ټينګار وکړ، چې چين بايد لا ژور اصلاحات او لوړپوړی ورخلاصون تر سره کړي، څو د پرمختګ د نوي چوکاټ د جوړولو لپاره غښتلی قوت برابر شي.

د چين د اصلاحاتو د هر اړخيزې ژورتيا کمېټې ۱۵مه غونډه په همدې ورځ په بېجينګ کې پرانيستل شوه. شي جين پينګ پر دې ټينګار وکړ، چې د چين په لارښوونې او د چين او نورو هېوادونو د ګډو هڅو پر بنسټ د پرمختګ نوی چوکاټ نه يوازې د چين د انکشافي پړاو، چاپيريال او حالاتو سره سم ستراتېژيکه تګلاره ده، بلکې سيستماتيکه او ژوره اصلاح هم ده. په دغه جريان کې دې اصلاحي نظرونه او لارې استعمال شي. همدارنګه نوموړي زياته کړه، چې لومړی بايد په شرايط لرونکو سيمو کې نوی چوکاټ وکارول شي، څو د اصلاحاتو او ورخلاصون نوی مرکز جوړ شي. (شکريه)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای