CRI Online

د يو چين د پېژندنې ساتل د چين او چک تر منځ د اړيکو سياسي بنسټ دی

cri     (GMT+08:00) 2020-09-02 10:16:14

د چين د ميډيا ګروپ د خبر له مخې، د چين دولتي شورا غړي او د بهرنيو چارو وزير وانګ يي د سپتمبر په لومړۍ نېټه د جرمني په پلازمينه برلين کې د دغه هېواد له خارجه وزير هيکو جوسيو ماس سره په يوه خبري ناسته کې ګډون وکړ، په دغه خبري ناسته کې يوه خبريال له وانګ يي څخه پوښتنه کړې، چې تاسو ويلي چې بېلا بېل هېوادونه دې يو د بل درناوی وکړي، ولی چين تايوان ته د چک د سنا مجلس مشر پر سفر سخت غبرګون ښودلی دی ؟

وانګ يي دغې پوښتنې ته په ځواب کې وويل، تايوان ته د چک د سنا مجلس مشر سفر د چين په کورنيو چارو کې سخته لاسوهنه ده، چين اړ دی، چې د نوموړي دغې کړنې ته لازم غبرګون وښيي. په دې نړۍ کې يوازې يو چين دی، تايوان د چين نه بېلېدونکې برخه ده او دا د ټولې نړۍ لخوا پېژندل شوی اصل دی. د يو چين پر پېژندنې نه يوازې د چين او د چک په ګډون له نورو هېوادونو سره د اړيکو ټينګولو سياسي بنسټ دی، بلکې د چک سياسي ژمنه هم ده. د چک حکومت او سياستوال دې دغه سياسي ژمنه ښه ادا کړي. (شکريه)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای