د شينجيانګ د اويغور کورواکې سيمې د کمونېست ګوند کميټې د سپتمبر د لومړۍ نېټې په شپه د يوې ويډيويي غونډې په جوړولو سره اعلان وکړ چې په شينجيانګ کې د کوويد-۱۹ د وقايي او کنټرول د عادي تدبيرونو د ساتلو په حال کې د کار او ژوند عادي چارې بيا پيل کيږي.
د مالوماتو له مخې، په همدې ورځ، د شينجيانګ په مرکز اروموچي ښار کې ۱۲ ناروغان چې پر کوويد-۱۹ اخته وو، بيا روغ او له روغتونه رحصت شول. ۵ کسان چې پر ياد ويروس اخته وو او هېڅ نښې نښانې يې نه درلودې، طبي څارنې يې بشپړې شوې دي.
تر اوسه پورې په دې سيمه کې پر کوويد-۱۹ اخته ۸۰۴ ناروغان روغ شوي او د ۲۲۹ نښې نه لرونکو ناروغانو طبي څارنې پاې ته رسېدلي دي. (شکريه)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |