CRI Online

وانګ يي د م م د جوړېدو ۷۵مې کليزې د يادونې په مناسبت په لوړ پوړې مباحثوي غونډه کې وينا وکړه

cri     (GMT+08:00) 2020-09-02 11:29:30

د چين د دولتي شورا غړي او د بهرنيو چارو وزير وانګ يي د سپتمبر په لومړۍ نېټه د م م د جوړېدو ۷۵مې کليزې د يادونې په مناسبت په لوړ پوړې مباحثوي غونډه کې د ويډيو له لارې وينا وکړه. نوموړي په خپله وينا کې وويل، چين هيله لري چې له بېلا بېلو خواوو سره د څو اړخيزم د ساتلو او د انسانانو د ګډ برخليک ټولنې د ابادۍ په لور د م م د اصلاحاتو د هڅولو لپاره ګډې هڅې وکړي.

وانګ يي وويل، دا د زياتره هېوادونو ګډه نظريه ده چې م م د جوړېدو له ۷۵ کلونو راهيسې د خبرو اترو له لارې د توپيرونو د ليري کولو او د منځګړيتوب له لارې د شخړو او لانجو د حلولو لپاره ډېرې اغېزمنې هڅې کړې دي. نړيواله ټولنه بايد په راتلونکو ۷۵ کلونو کې د څو اړخيزم او د انسانانو د مناسبې پرمختيايي لارې د ساتلو لپاره ګډې هلې ځلې وکړي. نوموړي ۵ فقره ييز وړانديز وکړ. لومړی ټکی دا دی چې د م م مرکزي مقام بايد وساتل شي. دوهم ټکی دا دی چې د م م د منشور موخې او اصول بايد وساتل شي. درېيم، پر پرمختګ او سولې بايد ټينګار وشي. څلورم، پر همکارۍ او ګډو ګټو بايد ټينګار وشي. پنځم، د انسانانو د ګډ برخليک ټولنې پر ابادۍ بايد ټينګار وشي.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای