CRI Online

د هانکانګ په استوګنيزو سيمو کې د کوويد-۱۹ ويروس د عامه معاينې پلان پيل شو

cri     (GMT+08:00) 2020-09-02 21:44:33

 

د چين د هانکانګ خاصې اداري سيمې وياند د سپتمبر د لومړۍ نېټې په شپه وويل، چې په استوګنيزو سيمو کې د کوويد-۱۹ ويروس د عامه معاينې پلان په همدې ورځ په رسمي توګه پيل شو چې د هانکانګ په استوګنيزو سيمو کې د معاينې د ۱۴۱ مرکزونو کارونه په سالمه توګه روان دي او د نژدې ۱۲۶ زرو ښاريانو نمونې يې منلې دي.

د معلوماتو له مخې، د نوموړي پلان د تطبيق په لومړۍ نېټه کې د بېلا بېلو استوګنيزو سيمو د معاينې مرکزونو د وقايې او کنترول په اړه د غوښتنو له مخې کارونه تر سره کړي، نو د همدې ورځې د معاينې بهير ډاډمنتيا، چټک او اسانه دی.

د اګست په ۲۹مه نېټه د معاينې د انلاين غوښتنليک سيستم له پرانيستنې څخه د سپتمبر د لومړۍ نېټې د شپې تر اتو بجو پورې په هانکانګ کې تر ۶۷۴ زرو زياتو ښاريانو په دغه انترنيټي سيستم کې خپل نومونه ثبت کړي دي.

(ياسمين)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای