CRI Online

چين او روسيه: سوله زموږ دايمي غوښتنه ده

cri     (GMT+08:00) 2020-09-02 16:06:38

چين او روسيه: سوله زموږ دايمي غوښتنه ده

چين او روسيې د سپتمبر په لومړۍ نېټه د جاپان د تېري ضد د چينايانو جګړې او د فاشيزم ضد د نړيوالې جګړې د برياليتوب د ۷۵مې کاليزې د يادونې په مناسبت يو انلاين سمينار ترسره کړ. دغه سمينار تاريخ ته په کتو سولې ته اهميت ورکولو او د ګډ راتلونکي جوړولو تر عنوان لاندې ترسره شو.

د چين د ټولنيزو علومو اکاډمۍ مشر شيې فو جان په دغه سمينار کې په خپلو خبرو کې وويل، ۷۵ کاله مخکې د چين خلکو د جاپان د تېري ضد جګړه کې ستر برياليتوبونه تر لاسه کړل او دغه راز د فاشيزم ضد په نړيواله جګړه کې يې بشپړ برياليتوب تر لاسه کړی دی. د جاپان د تېري ضد د چينايانو جګړه او د فاشيزم ضد نړيواله جګړه د عدالت او شيطانت، جهل او سباوون ترمنځ لويې جګړې وې. اوس په نړۍ کې د پرمختګ او اصلاحاتو نوې دوره روانه ده. په روان کال کې کوويد-۱۹ د نړۍ اقتصاد، سياست، کلتور او ټولنې ته سخت زيانونه رسولي دي او د نړیوالې ادارې سيستم يې له سختو ننګونو سره مخ کړی دی. تاريخ او واقعيت دا ښيي چې انسانان د مشکيلاتو پروړاندې ګډ برخليک لري، تر هر څه لومړۍ سولې ته اهميت په ورکولو سره دوامداره پرمختګ موندلی شي. د چين او روسيې خلک بايد د تيري او فاشيزم ضد جګړو کې تر لاسه شوي برياليتوبونه ټينګ وساتي او نړیواله سوله او پرمختګ دې وهڅوي.

د روسيې د تاريخ د ټولنې رئيس سيرګی ناريشکين په خپلو خبرو کې وويل، چين او روسيې د فاشيزم ضد نړيواله جګړه کې ستر قرباني ورکړې او ګرانبيه خدمتونه يې ترسره کړي دي. د دغې جګړې برياليتوب په تاريخ کې ساتل شوی او په ګرده نړۍ کې د سولې مينوال يې يادونه کوي. د چين او روسيې تاريخ پوهان به په دغه سمينار کې د تبادلې له لارې خپلمنځي تفاهم او ګډې نظريې زياتې کړي او د دواړو خواوو ترمنځ لا نورو ژورو همکاريو ته سترګې په لار دي. نوموړي پر دې ټينګار وکړ چې چين او روسيه به د دوهمې نړيوالې جګړې برياليتوبونه ټينګ وساتي.

د چين د تاريخ څېړنيزې ادارې مشر ګاو شيانګ په خپلو خبرو کې وويل، چين د فاشيزم ضد د نړيوالې جګړې د ختيځ عمده ډګر او روسيه د اروپا د عمده ډګر په توګه، په دغه نړيواله جګړه کې نه بدلېدونکی رول لوبولی دی. موږ بايد په دغه جګړه کې تر لاسه شوي برياليتوبونه ښه وساتو، له هر ډول زورواکي غوښتنې او يواړخيز عمل سره دې مخالفت وکړو او د نړيوال عدالت او مساوات دې وساتو.

په روسيه کې د چين سفیر جانګ هان هوی په خپلو خبرو کې دې ته اشاره وکړه چې د چين او روسيې خلکو د فاشيزم ضد جګړه کې يو له بل سره مرستې او يو له بل څخه ملاتړ کړی او په دې بهير کې يې خپلمنځي ژوره دوستي پيدا کړې ده.

په چين کې د روسيې سفير اندري دينسوف په خپلو خبرو کې وويل، د روسيې خلکو د فاشيزم ضد جګړه کې د ازادۍ او خپلواکۍ د تر لاسه کولو لپاره ډېره سخته جګړه ترسره کړې ده. نړيوال بايد د تاريخ په اړه عادلانه او عيني رويه غوره کړي او په دوهمه نړيواله جګړه کې د تر لاسه شويو برياليتوبونو د ساتلو لپاره بايد د هر بدنيت مخنیوی وکړي. برسيره پر دې، سفيراندري دينسوف د دوهمې نړيوالې جګړې او د روسيې قربانيانو د يادونې په برخو کې د چين خدمتونه وستايل او مننه يې ترې وکړه. هغه وويل، د فاشيزم ضد مبارزه کې چين او روسيه د جګړې په يوه کرښه کې ولاړ دي. د دواړو هېوادونو خلکو په ګډه د قربانيانو يادونه وکړه، دا د تاريخ په اړه د يادښت د ټينګولو عمل دی.

د چين او روسيې شلو تاريخ پوهانو په دغه سمينار کې ګډون کړی و. دوی د جاپان د تېري ضد د چينايانو د جګړې او د فاشيزم ضد د نړيوالې جګړې د بهير او تاريخي اهميت، د نړيوال نظام د ساتنې ارزښت او د چين او روسيې ترمنځ د ستراتيژيکو اړيکو د ټينګښت په شمول د ځينو موضوعاتو په اړه د نظريو تبادلې وکړې او رغنده وړانديزونه يې وړاندې کړل.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای