د چين د بهرنيو چارو وزارت وياندې هوا چون اينګ د سپتمبر په دوهمه نېټه په خپله نوبتي خبري ناسته کې د بهرنيانو له خوا د چين ضد هغه ګنګوسې رد کړې چې ګواکي د چين حکومت اويغوري قوم ځپلی او د دې قوم نفوس يې کنټرول کړی دی. هغه دې ته په اشارې سره وويل چې په ۲۰۱۸ کال کې د چين په شينجيانګ کې د اويغوري قوم نفوس ۱۲ مليونه اووه لکه او لس زره تنو ته رسيدلی چې دغه شمېر د څلوېښتو کالونو مخکې دوه چنده دی. نو له دې شمېر څخه څنګه د نفوس کنټرول ثابتيږي؟
هغې زياته کړه چې ځينو د چين ضد امريکايانو د شينجيانګ د ادارې په اړه د چين پر حکومت تور لګولی چې سرچينه يې د چين ضد کاپوه جنګ ګوو ان دی. هغه تل د شينجيانګ په اړه ګنګوسې خپرې کړې چې کړنې يې د شرم وړ دی. بايد له قانون سره سم هغه ته سزا ور کړی شي.
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |