CRI Online

د چين ساينس پوه د اسيا او ارام سمندر سيمې د اقتصادي همکارۍ له سازمان څخه د ۲۰۲۰ کال د علمي نوښت، څېړنې او ښوونې جايزه تر لاسه کړه

cri     (GMT+08:00) 2020-09-03 10:35:47

د ۲۰۱۲ کال د اسيا او ارام سمندر سيمې د اقتصادي همکارۍ له سازمان څخه د علمي نوښت، څېړنې او ښوونې د جايزو ليست د سپتمبر په دوهمه نېټه خپور شو، چې له مخې يې په چنګ دو کې د چين د علمي اکاډمۍ د بيولوژيکي څېړنيز انستيتيوټ څېړونکي چن هوای د لندې ځمکې د بيولوژيکي متنوعيت د څېړنو جايزه تر لاسه کړې ده.

نوموړي سازمان د جايزې ګټونکو د لېست د خپرولو تر څنګ په يوې اعلاميې کې ويلي، چې لنده ځمکه په اغېزمنه توګه د کاربن دوه اکسايد منلی شي او له اقليمي بدلون سره په مبارزه کې مثبت رول لوبوي. د چن هوای څېړنې د لندو ځمکو د لا ښې پېژندنې، د کاربون د زېرمې د پياوړتيا او د ايکولوژيکي ارزښتونو د ارزونې لپاره ډېرې ګټورې دي.

(ياسمين)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای