د سږ کال د سپتمبر ۳مه نېټه د جاپان د تېري پر ضد سره د چين د جګړې او د فاشيزم ضد جنګ د بريا له ۷۵مې کليزې سره برابره ده، د همدې نېټې په سهار، د شي جين پينګ په ګډون د چين د کمونېست ګوند او دولت مشرانو د جاپان پر وړاندې د چينايانو د مقاومت پر وړاندې قربانيانو ته د ګلونو ګېډۍ وړاندې کړې.
په دغو مراسمو کې د يادې جګړې زاړو سرتيرو او د دوی خپلوانو، د قربانيانو خپلو خپلوانو، د دې جګړې د بريا لپاره د ستر خدمت برابرونکو بهرنيو دوستانو او د بېجينګ د بېلا بېلو ټولنو استازو ګډون کړی و. (شکريه)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |