د چين د نړيوال هوايي شرکت CA746 نمبر الوتکه د سپتمبر په درېيمې نېټې د کبوډيا له پلازمينې فنوم څخه د بېجينګ پر لوري وخوځيده او د سهار په ۶ بجو او ۵۷ دقيقو يې د چين د بېجينګ په نړيوال هوايي ډګر کې ناسته وکړه، دا بېجينګ ته د مستقيمو نړيوالو الوتنو له بيا پيل وروسته لومړۍ الوتکه ده، چې دغه ښار ته يې پرواز وکړ.
نړيوالو الوتکو به مخکې د چين نورو ښارونو ته پروازونه کول او هلته به د مسافرو طبي څارنه کېدله او وروسته يې کولی شول چې بېجينګ ته هم پرواز وکړي، خو اوس د کوويد-۱۹ ويروس په کنټرول کېدو سره مستقيمأ بېجينګ ته الوتنې پېل شوې. د سپتمبر په درېيمې نېټې، د تايلنډ، کبوډيا، پاکستان، يونان، ډنمارک، اطريش، سويډن، کاناډا او بېجينګ تر منځ ۹ نړيوالې کرښې بيا پيل شوې. (شکريه)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |