چين د نړۍ د دوهمې لويې اقتصادي ټولنې په توګه د کورونا وبا د مخنيوي لپاره اغېزمن اقدامات غوره کړي او په نړۍ کې لومړی هېواد دی، چې د کار او ژوند عادي نظم يې بيا عاده کړی دی. د چين بيا سمسور کېدونکی اقتصاد د نړيوال اقتصاد د پرمختګ لپاره خوځنده ځواکمن قوت دی. په تيرو څو ورځو کې، ډېرو بهرنيو خبري رسنيو د مقالو په خپرولو سره د اقتصاد بيا اعادې کېدو په برخه کې د چين بريا ستايلې او دې ته يې اشاره کړې چې ښايي چين يوازينی هېواد وي، چې په سږ کال کې خپل اقتصادي پرمختګ وساتي.
نيويارک ټايمز خبر ورکړی، چې د فبرورۍ له پای څخه د چين د اکثره فابريکو صادراتي معاملې د زياتېدو په حال کې وې او اوس يې د معاملو د زياتوالي حالت لا ښه او پياوړی شوی دی.
راويترز اژانس خبر ورکړی، چې چين د نړۍ د دوهمې لويې اقتصادي ټولنې په عمومأ توګه د کوويډ-۱۹ ويروس له ناوړې اغېزې څخه وتلی دی. د چين خدمتي مسلکونه په ثابت سرعت پرمختګ کوي او دا د چين د اقتصادي پرمختګ لپاره غښتلی هڅوونکی قوت دی.
وال سټريټ جورنال د څو مسلسلو مقالو په خپرولو سره د چين اقتصاد ستايلی او دې ته يې اشاره کړې، چې ښايي چين يوازينی هېواد وي چې خپل سږنی اقتصادي زياتوالی وساتي. (شکريه)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |