CRI Online

د جاپان د تېري ضد د چين مبارزې د فاشيزم ضد د نړيوالې جګړې د برياليتوب لپاره ستر اهميت درلود

cri     (GMT+08:00) 2020-09-03 15:50:31
د جاپان د تېري ضد د چين مبارزې د فاشيزم ضد د نړيوالې جګړې د برياليتوب لپاره ستر اهميت درلود

سږ کال د جاپان د تيري ضد د چین د مبارزې او د فاشيزم ضد د نړيوالې جګړې د برياليتوب له ۷۵مې کاليزې سره برابر دی. د بريتانيا د اکسفورډ پوهنتون د چين په اړه د څېړنې مرکز مشر رنا ميټر څو ورځې مخکې د چين ميډيا ګروپ له خبريال سره په مرکه کې وويل، د چين يادې مبارزې د فاشيزم ضد جګړې د برياليتوب لپاره کليدي رول لوبولی دی. د هغه تاريخ په اړه زموږ د څېړنې او يادونې موخه له جګړې څخه تجربې راغونډول او سولې ته لومړيتوب ورکول دي.

ښاغلي رنا ميټر د جاپان د تيري ضد د چين د جګړې په اړه يو کتاب هم ليکلی چې نوم يې دی، (چين د دوهمې نړيوالې جکړې په برياليتوب کې هېر شوی ملګری دی.) هغه د دغه کتاب په سر کې ليکلي چې ختيځ له لوېديځ سره يو ځای د تاريخ تر ټولو شيطان پوځ ته ماتې ورکړې. هغه وويل، ډېر لوېديځوال د دغه کتاب په لوستلو سره حيران شوي، چې ولې دوی د چين د دغه تاريخ په هکله مالومات او پېژندنه نه لري. په دغه جګړه کې د چين لسګونو ميليونو کسانو د جاپان د پوځ پر وړاندې سختې مقابلې کړي او په پای کې يې برياليتوب تر لاسه کړی دی، خو لوېديځوال له دې هڅ خبر نه دي او هېڅ اشنايي ورسره نه لري. هغه وويل

((فکر کوم چې لوېديځوال په دې اړه هېڅ مالومات نه لري چې چين په دوهمه نړيواله جګړه کې ستر رول لوبولی دی. د دغه تاريخ د پېژندلو لپاره بايد په ۱۹۳۸ کال کې يعنې پر چين د جاپان د هراړخيز تيري په دوهم کال چين په جنګي ډګر کې څه وکړل، خلکو ته مالومات ورکړل شي، د لوېديځو ډيپلوماتانو په شمول د ډېرو څېړوونکو دا دی چې هغه مهال د چين توان د جاپان په پرتله ډېر کمزوری و، تسليمېدل يوازينی انتخاب و. خو د چين سرتيريو او خلکو د جاپاني تيري کوونکو پر وړاندې کلکه مبارزه او جګړه وکړه او اخر يې هم برياليتوب تر لاسه کړ. دا ستر اهميت لري. ))

پروفيسر رنا ميټر وويل، د چين دغې جګړې د فاشيزم ضد د نړيوالې مبارزې د تمايل لپاره کليدي رول لوبولی دی. هغه وويل

((که له ۱۹۳۷ کال څخه تر ۱۹۴۱ کال پورې چين د جاپان د تېري مخنيوی نه وای کړی، نو د اسيا او اروپا جنګي ډګرونه به يو ځای شوي نه وو او د فاشيزم ضد د نړيوالې جګړې تمايل به بيخي بدل شوی و. دا د دوهمې نړيوالې جګړې د له منځه وړلو لپاره د چين لوی خدمت و. ))

رنا ميټر خپلو خبرو کې دې ته اشاره وکړه چې د دوهمې نړيوالې جګړې په اړه تاريخ ته له بياکتنې مې دا تجربه تر لاسه کړه چې نړيوال بايد له جګړې څخه ډډه وکړي. هغه وويل

((زما په اند، دغه تاريخ زموږ لپاره تر ټولو ستر اهميت لري او دا راته ښيي چې موږ بايد له جګړې څخه ډډه وکړو. برسيره پر دې، د ټولو هېوادونو لپاره د پاملرنې وړ ټکی دا دی چې موږ بايد د نړيوالې ادارې په اړه يو همکاريز او متحد سيستم جوړ کړو. په دې برخه کې د م م سازمان نمايندګي ښه رول لوبولی شي، دغه سازمان تر دوهمې نړيوالې جګړې وروسته د نړيوالو اړيکو د ساتلو لپاره يو مهم سازمان دی. ))

پروفيسر رنا ميټر زياته کړه، نړيوالو تاريخ پوهانو په وروستيو کلونو کې په دوهمه نړيواله جګړه کې د چين خدمتونو او رول ته ډېره پاملرنه کړې، د مثال په توګه، امريکايي کارپوهانو په روان کال کې د ارام سمندر جګړې سرچينه په ۱۹۴۱ کال کې Attack on Pearl Harbor پر هاربور خليج له بريد څخه په ۱۹۳۷ کال کې د چين د پلازمينې بېجينګ پر لو ګوه چياو د جاپان بريد ته بدله کړې. هغه وويل، له دې څخه ښکاري چې په ګرده نړۍ کې د دوهمې نړيوالې جګړې په اړه د کارپوهانو په څېړنو کې د چين د خدمت او رول د پاملرنې وړ ګرځېدلی دی.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای