CRI Online

د امريکا د بهرنيو چارو وزارت يو ځل بيا په دغه هېواد کې د چيني سفارتونو او قونسلګريو پر کارکوونکو باندې بنديزونه لګولی

cri     (GMT+08:00) 2020-09-03 19:53:53

د چين د بهرنيو چارو وزارت وياندې هوا چون يينګ د سپتمبر په ۳ مه نېټه په يوه خبري ناسته کې وويل چې د تېر کال له اکتوبر راهيسې د امريکا د بهرنيو چارو وزارت په دغه هېواد کې د چيني سفارتونو او قونسلګريو پر کارکوونکو باندې بنديزونه لګولي دي. د امريکا دغه عمل له نړيوالو قوانينو او د نړيوالو اړيکو له اصولو څخه سرغړونه ده او د دواړو هېوادونو تر منځ پر اړيکو اغيزه کوي. د مالوماتو له مخې، د امريکا د بهرنيو چارو وزارت د سپتمبر په ۲ مه نېټه د يوې اعلاميې په خپرولو سره وويل، کله چې په امريکا کې د چين سفير غواړي پوهنتونو ته سفر وکړي، يا د امريکا له ځايي چارواکو سره کتنه وکړي، يا په امريکا کې د چين سفارت يا قونسلګري له خوا داسې کلتوري فعاليت تر سره کېږي چې په کې له ۵۰ څخه زيات کسان ګډون کوي، دوی بايد ياد وزارت ته خبر ور کړي. هوا چون يينګ په دې اړه وويل چې موږ د امريکا له بهرنيو چارو وزارت څخه غوښتنه کوو چې يادې ناسمې پرېکړې پرېږدي، د دواړو هېوادونو د خلکو تر منځ د تګ راتګ مخې ته دې خنډ نه اچوي. چين به له حالاتو سره سم اړين او لازم ځوابي ګامونه پورته کړي.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای