CRI Online

پر چين د جاپان د تېري د ۷۵ مې کاليزې په مناسبت جوړ شوي کنفرانس کې د شي جين پينګ وينا له زيات هرکلي سره مخ شو

cri     (GMT+08:00) 2020-09-03 21:27:38

د چين د کمونېست ګوند مرکزي کميټې، دولتي شورا او مرکزي پوځي کميټې د سپتمبر په ۳مه نېټه د خلکو په لوی تالار کې د جاپان د تېري پر ضد د چين جګړې او د فاشيزم پر ضد د نړيوالې جګړي د بريا د ۷۵مې کليزې يادونې لپاره يو کانفرانس جوړ کړ. د چين د کمونېست ګوند د مرکزي کميټې عمومي منشي، دولت رئيس او د مرکزي پوځي کميټې رئيس شي جين پينګ په دې کنفرانس کې مهمه وينا وکړه.

هغه په خپله وينا کې پنځمه مهمې جملې بيان کړې چې د کنفرانس د ګډونوالو له خوا يې تود هرکلی وشو. هغه وويل، چينايان به هيچا ته اجازه ورنه کړي چې د چين د کمونېست ګوند تاريخ تحريف کړي، د چين د کمونېست ګوند حيثيت او هدفونه بدنامه کړي. چينايان به هيچا ته اجازه ورنه کړي چې د چين د ځانګړی سوسياليزم په لار او د سوسياليزم د ابادۍ په چارو کې د چينايانو برياليتوب مخرف کړي او تور ولګوي. چينايان به هيچا ته اجازه نه ورکړي چې د چين د کمونېست ګوند او د چين د خلکو تر منځ اړيکې پرې کړي. چينايان به هيڅکله اجازه نه ورکړي چې په باداري ډول خپلې نظريې پر چين ومني، د چين د پرمختګ لوري بدل کړي او د چينايانو د ښکلې ژوند د جوړولو مخه ونيسي. چينايان به هيچا ته اجازه نه ور نه کړي چې د چينايانو سوله ايز ژوند او د پرمختګ حقونه او ګټې خرابې کړي، د چينايانو او د نورو هېوادونو د خلکو تر منځ د تګ راتګ او همکارۍ، سوله او پرمختګ ويجاړ کړي.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای