CRI Online

د ۲۰۲۰م کال د نړيوالې خدماتي سوداګرۍ نندارتون به ۱۹۰ تجارتي سيمينارونه او غونډې تر سره کړي

cri     (GMT+08:00) 2020-09-04 10:15:03

د ۲۰۲۰م کال د چين د نړيوالې خدماتي سوداګرۍ نندارتون د سپتمبر په ۴مه نېټه په رسمي ډول پرانيستل کېږي، د بېجينګ مرستيال ښاروال يانګ جين بای په همدې ورځ په يوه خبري ناسته کې وويل، د دې نندارتون په ترڅ کې به ۱۹۰ تجارتي سيمينارونه او غونډې تر سره شي.

د روانې مياشتې تر دوهمې نېټې پورې، د نړيوالو سازمانونو ۲۰ چارواکو، ۱۰ بهرنيو وزيرانو ، په چين کې د نورو هېوادونو ۲۵ لويو سفيرانو، د چين د علمي اکاډمۍ ۱۳ غړو، د بهرنيو ادارو يا سازمانونو ۶۴ مشرانو او استازو، د نړۍ د ۵۰۰ ډېر غښتلو شرکتونو څه باندې ۸۰ لوړپوړو چارواکو په دې نندارتون کې د ګډون ژمنه کړې ده. د پوهنې ملکيت حق د نړيوال سازمان، د حبوباتو پلان د نړيوالې ادارې، د نړيوالو بانکونو د ټولنې او د نړۍ د سيلانيزو ښارونو ټولنې په ګډون ځيني نړيوال سازمانونه به د پوهنې ملکيت حق د ساتنې، د حبوباتو برابرولو سيستم، د ماليې تخنيک او د سيل د بيا سمسورتيا په باب خبرې اترې وکړي. برسيره پر دې، د دې نندارتون په ترڅ کې به د فنلنډ او يوراګوی په ګډون د ۲۹ هېوادونو لوی سفارتونه ډول ډول فعاليتونه تر سره کړي او د چيين د چاپ چارو ټولنې او الکترونيکي ټولنې په ګډون ۱۰ لويې ټولنې به مسلکي سيمينارونه هم تر سره کړي. (شکريه)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای