CRI Online

د چين د سوداګرۍ وزارت : چين به د سږ کال له پای مخکې د نړيوالې خدماتي سوداګرۍ منفي ليست خپور کړي

cri     (GMT+08:00) 2020-09-04 12:35:36

د چين د سوداګرۍ وزارت د خدماتي سوداګرۍ ادارې مشر شيان ګوه يي د سپتمبر په درېيمه نېټه په بېجينګ کې وويل، د نړيوالې خدماتي سوداګرۍ د منفي ليست خپرول د خدماتي چارو د خلاصون لپاره د چين مهم امتحان دی. د دې وزارت او نورو اړوندو ادارو تر منځ د دې په اړه سلا مشورې روانې دي او کېدای شي د سږ کال له پای مخکې ياد ليست خپور شي.

نوموړي په همدې ورځ په يوه خبرې ناسته کې وويل، اوس په چين کې خدماتي چارو ته اړتياوې ډېرې شوي، د وارداتي خدماتو د زياتوالي سرعت هم چټک شوی دی. چين به په راتلونکې کې په پر له پسې ډول د خدماتي مسلکونو ورخلاصون پياوړی کړي، لا زيات ښه خدمات به وارد کړي، نورو هېوادونو ته به د چين د خدماتو صادرات وهڅوي او په نړۍ کې د چين د خدماتي مسلکونو مهارتونه به پياوړي او لوړ کړي. (شکريه)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای