CRI Online

وانګ يي د شلو صنعتي هېوادونو ګروپ په سرمشريزه غونډه کې ګډون وکړ

cri     (GMT+08:00) 2020-09-04 10:43:49

د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د چين د دولتي شورا غړي او د بهرنیو چارو وزير وانګ يي د سپتمبر د ۳مې نېټې په شپه بېجينګ کې د شلو صنعتي هېوادونو ګروپ د بهرنيو چارو وزيرانو په ويډيويي غونډې کې ګډون وکړ. سږکال د دې ګروپ د رئيسه هېواد سعودي عربستان د بهرنيو چارو وزير فيصل بن فرحان د دې غونډې مشري وکړه، او د دې ګروپ غړيو هېوادونو او د مېلمانو هېوادونو د بهرنيو چارو وزيرانو، استازو او د اړوندو نړيوالو سازمانونو مسئولينو پکې ګډون کړی و.

وانګ يي وويل، چين غواړي چې د م م د جوړېدو د ۷۵مې کليزې په مناسبت يو ځل بيا د څواړخیزتوب او م م لپاره خپله جدي ژمنه تکرار کړي، د کوویدـ۱۹ ويروس ضد له مبارزې وروسته نړيوالې ادارې ته په ګډه وده ورکړي او د بشر د ګډ برخليک ټولنه جوړه کړي. چين غواړي له بېلابېلو هېوادونو سره د خلکو او توکو په شمول د تګ راتګ لپاره اسانتياوې برابرې کړي او د دوه اړخيزو او سيمه ييزو خلکو او توکو د اسانتيا لپاره يوه شبکه جوړه کړي. د شلو صنعتي هېوادونو ګروپ بايد خپل يووالی او همکارۍ ټينګې وساتي، څو د رياض سرمشريزه غونډه ښه برياليتوبونه تر لاسه کړي، د واکسين د لاس رسۍ او پوره کېدو په برخه کې پرمختګ ومومي، د ډيجټلي اقتصاد پټ قوت راپورته کړي او له هغو هېوادونو څخه ملاتړ زيات کړي چې پکې کوویدـ۱۹ وبا سخته خپره شوې ده.

(فرشته)  

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای