د چين د کمونېست ګوند د مرکزي کمېټې عمومي منشي، د دولت رئيس او د مرکزي پوځي کمېسيون رئيس شي جين پينګ د سپتمبر په ۳مه نېټه په بېجينګ کې وويل چې چينايانو د جاپاني تېري پر ضد د مقاومت جګړې عالي روحيه تقويه کړه ، دا د چينايانو ارزښتناکه معنوي شتمني ده چې هميشه به چينايان د ټولو ستونزو او خنډونو لرې کولو ته وهڅوي او د چيني ملت لوی تحول به وساتي.
د همدې ورځې تر غرمې وروسته د چين د کمونېست ګوند مرکزي کمېټې،دولتي شورا او مرکزي پوځي کمېټې د خلکو په لوی تالار کې يوه يادغونډه تر سره کړه او د جاپاني تېري پر ضد د چينايانو جګړې او د فاشيزم پر ضد د نړيوالې جګړې د برياليتوب ۷۵مه کليزه يې ولمانځله.
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |