CRI Online

د چين د سترې برخې ۴۲۷ طبي مرستندويه کارکوونکي په هانک کانګ کې د کوويد-۱۹ پر طبي معاينو بوخت دي

cri     (GMT+08:00) 2020-09-04 14:53:12

د چين د هانک کانګ خاصې ادارې سيمې حکومت د سپتمبر په درېيمه نېټه د چين د سترې برخې د طبي مرستندويه کارکوونکو د هرکلي لپاره مراسم تر سره کړل، په همدې ورځ د چين فو جيان ولايت او د ګوانګ شي جوانګ قوم کورواکې سيمې ۱۱۷ طبي مرستندويه کارکوونکي هانک کانګ ته ورسېدل او د ټولو طبي کارکوونکو عمومي شمېر ۴۲۷ تنه ښودل شوی دی.

د هانک کانګ حکومت د روانې مياشتې له لومړۍ نېټې څخه په ځايي استوګنځيو کې په لويې پيمانې د کوويد-۱۹ معاينې پيل کړې دي، په ټول هانک کانګ کې يې د معاينې ۱۴۱ مرکزونه خلاص کړي، له الکترونيکي لارې يې د طبي نښې لرونکو موټرونو ځايونه ټاکلي، څو لابراتواررنو ته يې ورتګ اسانه وي. (شکريه)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای