CRI Online

په شينجيانګ کې د اويغوريانو د نفوس زياتوالی د هان قوم په پرتله ډېر لوړ دی

cri     (GMT+08:00) 2020-09-04 15:37:11

د چين ضد جرمني کيلوال ادريان زينز په دې وروستيو کې د يو راپور په خپرولو سره پر چين بې اساسه تور لګولی، چې په شينجيانګ کې ولادت بند دی چې له امله يې د اويغوريانو شمېر په څرګند ډول کم شوی دی، نوموړي په دغه راپور کې نه يوازې له عملي مقرراتو څخه سرغړونه کړې، بلکې د شينجيانګ له واقعي حالاتو سره هم سمون نه لري.

په شينجيانګ کې د اويغوريانو شمېر تل د زياتوالي په حال کې دی. د اويغور قوم په ګډون د لږکيو قومونو د خلکو ګټې په پوره توګه ساتل شوې دي.

له شمېرنې سره سم، له ۲۰۱۰م کال څخه تر ۲۰۱۸م کال پورې، په شينجيانګ کې د اويغوريانو شمېر په ثابت او مسلسل ډول زيات شوی، خو په دې سيمه کې د هان قوم وګړو شمېر لږ زيات شوی دی.

له ۲۰۱۰م کال څخه تر ۲۰۱۸م کال پورې، د شينجيانګ د اوسيدونکو شمېر له ۲۱۸ ميليونو ۱۵ لکو او ۸۰ زرو څخه ۲۴۸ ميليونو ۶۷ لکو او ۶۰ زرو ته پورته شوی او د اويغوريانو شمېر له ۱۰۱ ميليونو ۷۱ لکو او ۵۰ زرو څخه ۱۳۷ ميليونو ۱۸ لکو او ۴۰ زرو ته پورته شوی دی. (شکريه)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای