د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د چين د دولتي شورا غړي او د دفاع وزير وې فنګ هه، د روسیې په پلازمېنه مسکو کې د شانګهای همکارۍ سازمان، د خپلواکو هېوادونو اتحاد او د ګډ امنيتي تړون د غړيو هېوادونو د دفاع وزيرانو په ګډه غونډه کې د ګډون لپاره تللی او د سپتمبر په ۴مه نېټه د هند د بهرنيو چارو له وزير راجناټ سينګ سره خبرې وکړې.
وې فنګ هه وويل، په دې وروستۍ موده کې د دواړو هېوادونو د پوځونو ترمنځ اړيکې د پولې د مسئلې له امله سختې ويجاړې شوې، نو دا ډېره مهمه ده چې دواړه وزيران مخامخ د اړوندو مسئلو په اړه د نظريو تبادله کوي. د دواړو هېوادونو ترمنځ د پولې د مسئلې مسئوليت بيخي د هند پر غاړه دی. چين هيڅ خپله خاوره د لاسه نه شي ورکولی او د چين پوځ پوره باور او توان لري چې د خپل ملي حاکميت او خاورې بشپړتيا ساتنه وکړي.
سينګ وويل، په اوسني حالت کې د پولې سوله او ثبات د دوه اړخيزو اړيکو لپاره ډېر مهم دی، موږ بايد د پوځي چارو او د بهرنيو چارو په برخو کې ډيالوګ وساتو او د خبرو اترو له لارې په سوله ييزه توګه مسئله حل کړو.
(فرشته)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |