CRI Online

شي جين پينګ: چين به د ورخلاصون پر لا پراخوالي ټينګار وکړي

cri     (GMT+08:00) 2020-09-05 17:06:11

د چين د دولت رئيس شي جين پينګ د سپتمبر په څلورمه نېټه د ۲۰۲۰ کال د چين د خدماتو سوداګرۍ د نړيوالې معاملې د نړيوالې خدمتي سوداګرۍ په سرمشريزه غونډه کې په ويډيويي وينا کې وويل چې چين به د ورخلاصون پرلا پراخوالي ټينګار وکړي،د نړيوالې خدمتي سوداګرۍ د منفي ليست اداري نظام دې جوړ کړي،د خدمتي سوداګرۍ د نوښت او پرمختګ په اړه د ازمايښتي ډګر د جوړولو لپاره دې هڅې وکړي، د چين خدمتي بازار ته د نورو هېوادونو د داخلېدو محدوديت دې کم کړي او د غوره خدمتونو واردات دې پراخ کړي. چين غواړي چې له مختلفو هېوادونو سره يو ځای د عمومي تګلارې د همغږۍ د پياوړتيا، په ډيجيټلي برخه کې د نړيوالې همکارۍ د چټکتيا، د پوهنې ملکيت حق د ساتنې او د ډيجيټلي اقتصاد د پرمخبيولو لپاره ګډې هڅې وکړي تر څو د نړيوال اقتصاد خوځنده ځواک په پر له پسې ډول په حرکت راوستل شي.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای