اوس په ګرده نړۍ کې د کوويد ۱۹ ويروس لاهم په هر اړخيزه توګه نه دی کنټرول شوی او مختلف هېوادونه له دې ويروس سره د مقابلې،د اقتصادي ثبات د ساتلو او د خلکو د ژوند د تآمينولو له سترې دندې سره مخ دي. په دې حال کې د چين حکومت له ډېرو ستونزو څخه وتلی او يو ستر نړيوال اقتصادي فعاليت يې تر سره کړی چې موخه يې د اوسنيو ستونزو د لېرې کولو لپاره له نورو هېوادونو سره د لاس يو کېدنه ، د نړيوالې خدمتي سوداګرۍ د پرمختګ او سمسورتيا او د نړيوال اقتصاد د ژر بيا سمسورتيا پرمخبيول دي.(غاټول)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |