CRI Online

شي جين پينګ د ۲۰۲۰ کال د چين د خدماتو سوداګرۍ د نړيوالې معاملې د نړيوالې خدمتي سوداګرۍ په سرمشريزه غونډه کې وينا وکړه

cri     (GMT+08:00) 2020-09-05 17:12:27

د چين د دولت رئيس شي جين پينګ د سپتمبر په څلورمه نېټه د ۲۰۲۰کال د چين د خدماتو سوداګرۍ د نړيوالې معاملې د نړيوالې خدمتي سوداګرۍ په سرمشريزه غونډه کې وينا وکړه. هغه په خپلو خبرو کې دې ته په اشارې سره وويل چې په تېرو څو مياشتو کې چينايانو د بېلا بېلو هېوادونو له خلکو سره يو ځای د کوويد ۱۹ ويروس د مخنيوي او کنټرول او د دې ويروس د وبا له امله له رامنځته شوو نړيوالو ننګونو سره د مقابلې لپاره ډېرې هلې ځلې کړې. اوس په ګرده نړۍ کې د کوويد ۱۹ ويروس په هر اړخيزه توګه نه دی کنټرول شوی او مختلف هېوادونه له دې ويروس سره د مقابلې، د اقتصادي ثبات د ساتلو او د خلکو د ژوند د تآمينولو له سترو دندو سره مخ دي. په دې حال کې د چين حکومت له ډېرو ستونزو څخه وتلی او دغه ستر نړيوال اقتصادي فعاليت يې تر سره کړی چې موخه يې له نورو هېوادونو سره د اوسنيو ستونزو د لېرې کولو لپاره ګډه هڅه ،د نړيوال خدمتي سوداګرۍ د پرمختګ او سمسورتيا او د نړيوال اقتصاد د بيا سمسورتيا پرمخبيول دي.

شي جين پينګ پر دې ټينګار وکړ چې په اوسنۍ نړۍ کې بې ساري بدلونونه راغلي دي.د کوويد ۱۹ وبا له امله دغه بدلونونه چټک شوي او د اقتصاد نړيوال کېدل د سوداګرۍ ساتونکې تګلارې او يو اړخيزم په شمول له ډېرو ننګونو سره مخ دي . خو په عين وخت کې مونږ هم وينو چې په دې وروستيو کلونو کې علمي او تخنيکي انقلاب هم رامنځته شوی چې له امله يې ډيجيټلي تخنيکونو هم پرمختګونه موندلي او د خدمتي اقتصاد پرمختګ ته يې لارښوونه کړې ده.د خدمتي چارو ورخلاصون او همکارۍ ورځ په ورځ د اقتصادي پرمختګ لپاره يو مهم ځواک په حرکت راايستل شي.

شي جين پينګ په خپله وينا کې درې فقيره ييز وړانديز وکړ چې لومړی دې د سوداګريز همکارۍ لپاره پرانيستي او عادلانه چاپيريال برابر شي. دوهم دې د نوښت تر لارښوونې لاندې د همکاريز انجين په حرکت راايستل شي او درېيم دې د ګډو ګټو او برياليتوبونو پر بنسټ همکاريز جوړښت جوړشي.(غاټول)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای