CRI Online

د خدماتي سوداګرۍ د پرمخبيولو لپاره د "چين وړانديز" نړيوال اقتصاد ته خوځنده ځواک برابروي

cri     (GMT+08:00) 2020-09-05 17:41:17

د نړيوالې خدماتي سوداګرۍ په اړه لومړی عمومي نړيوال نندارتون يعنې د ۲۰۲۰ کال لپاره د چين د خدماتي سوداګرۍ نړيوال نندارتون د سپتمبر په ۴مه نېټه پرانيستل شو.د چين د دولت رئيس شي جين پينګ په خپله ويډيويي وينا کې د خدماتي چارو د پرانيستلو او همکارۍ په اړه درې وړانديزونه وړاندې کړل. له دې څخه د پرانستې نړيوال اقتصاد د پرمخبيولو او د انسانانو د ګډ برخليک ټولنې د ابادۍ لپاره د لوی هېواد د يو مشر مسؤليت څرګندېږي او بې له شکه د نړيوال پرمختګ لپاره اعتماد او خوځنده ځواک برابروي.

ياد نندارتون د کوويد-۱۹ له رامنځته کېدو راهيسې په چين کې لومړی لوی نړيوال اقتصادي او سوداګريز فعاليت دی چې دانلاين او افلاين ترتېبېږي. د ۱۴۸ هېوادونو او سيمو څه د پاسه ۱۸ زرو تصديو او سازمانونو او ۱۰۰ زرو کسانو په دغه نندارتون کې ګډون کړی دی.

رئيس شي جين پينګ په خپله وينا کې د اوسني نړيوال اقتصاد پر وړاندې د ننګونو او فرصتونو په اړه ژوره شننه وکړه او په ګوته يې کړه چې په راتلونکي کې د خدماتي چارو پرانيستې او همکاري ورځ تر بلې د پرمختګ د هڅولو لپاره يو مهم ځواک ګرځېدلی. د احصايو له مخې ، د نړۍ اوسني اقتصادي محصول ۶۰ سلنه له خدمتي چارو څخه راځي.

رئيس شي جين پينګ له نړيوالې ټولنې څخه غوښتنه وکړه چې په ګډه د همکارۍ لپاره ازاد او جامع چاپيريال رامنځته کړي ، په ګډه د نوښت په مشرۍ د همکارۍ خوځنده ځواک وهڅوي او په ګډه د متقابل ګټور او همکارۍ وضعيت رامنځته کړي. دا ليدل کېدای شي چې دا درې وړانديزونه د خدمتي سوداګرۍ ځانګړتياوو ، د پرمختګ تمايل او د نړيوالې همکارۍ اړتيا باندې تمرکز کوي او ډېر حقيقت لري.

د چين د دولت رئيس شي جين پينګ د خدماتي چارو د خلاصې همکارۍ د هڅولو لپاره د چين يو لړ اقدامات هم اعلان کړل ،نړۍ ته يې وښودله چې چين تل د نړيوال خلاصون مهم ملاتړ کوونکی او د څو اړخيز سوداګريز سيسټم قوي ملاتړ کوونکی دی.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای