CRI Online

په بېجينګ کې د بهرنيو محصلينو شمېر ۱۱۰ زرو تنو ته رسېدلی دی

cri     (GMT+08:00) 2020-09-06 16:45:10

په دې وروستيو کلونو کې بېجينګ ښار په دوامداره توګه دښوونې پرانيستنه پراخه کړې او په بېجينګ کې د زده کړې لپاره ډېر بهرني محصلين راجلب شوي دي.اوس په بېجينګ کې شاوخوا ۱۱۰ زره بهرني محصلين په تحصيل بوخت دي. بېجينګ په اسيا او ارام  سمندري سيمه کې د تحصيل او مطالعې لپاره يو له مهمو منزلونو څخه شمېرل کېږي.

د ۲۰۲۰ کال نړيوال تعليمي خدمتي سوداګريز فورم د ۲۰۲۰ کال د چين د خدمتي سوداګرۍ د نړيوال نندارتون يو موضوعي فورم دی. د دې فورم اصلي موضوع د نړيوال کېدو پر وړاندې د نړيوالې ښوونې د خدماتو سوداګرۍ د پرمختګ تمايل او تر وبا وروسته د تعليمي پرمختګ نوي فرصتونه دي.

(ليلا)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای