د چين د وو هان ښار د کلتور او سېلانۍ ادارې شمېرنه ښيي چې په دغه ښار کې د اګست له ۷ مې نېټې څخه ۲۳ سيلانيزې سيمې په وړيا ډول د سيلانيانو پر مخ پرانيستل شوې او اوس هره ورځ له بېلابېلو ځايونو څخه د ګڼ شمېر سېلانيانو بهير ورمات دی او د سېلانيانو شمېر د ۲۰۱۹ کال د همدې مودې په پرتله ٪۳۴ زيات شوی دی.
د روان کال په پيل کې په وو هان ښار کې سيلانيزې چارې د کوويد -۱۹ وبا له امله په ټپه درېدلې وې. په دې ښار کې د کرونا وبا له کنټرولېدو وروسته سېلانيزې چارې بېرته پيل شوې او د وو هان ښاروالۍ ۲۳ سيلانيزې سيمې په وړيا ډول د خلکو پر مخ پرانيستې دي.
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |