CRI Online

چين کې د ډيجټلي سوداګرۍ د پرمختګ لرليد فورم ترسره شو

cri     (GMT+08:00) 2020-09-06 17:27:46

د ډيجټلي سوداګرۍ د پرمختګ لرليد فورم چې د ۲۰۲۰کال د چين د خدماتي سوداګرۍ نړيوال نندارتون په چوکاټ کې له څلورو لويو فورمونو څخه يو دی، د سپتمبر په پنځمه نېټه د چين په پلازمينه بېجينګ کې ترسره شو.

د چين د صنايعو او معلوماتي تکنالوژۍ وزير شياو يا چينګ ياد فورم ته په وينا کې وويل، چې د چين ډيجټلي سوداګرۍ چټک پرمختګ کړی دی. په ۲۰۱۹ کال کې د چين د ډيجټلي سوداګرۍ د وارداتو او صادراتو ارزښت ۲۰۳ ميليارډه او ۶۰۰ ميليونه امريکايي ډالر ښودل شوي چې د دغه هېواد د خدماتي سوداګرۍ په حجم کې يې ٪۲۶ نيولې او د ۲۰۱۸ کال په پرتله ٪۶.۷ زيات دی. نوموړي همدارنګه زياته کړه چې په راتلونکي کې به ډيجټلي سوداګرۍ د چين د ورخلاصون د پياوړتيا لپاره لازيات رول ولوبوي.

په نړيوال اقتصادي پرمختګ کې د ډيجټلي اقتصاد او سوداګرۍ برخه مخ په زياتېدو ده، په تېره بيا د کوويد-۱۹ وبا له رامنځته کېدو وروسته په انلاين ډول د ډاکټرانو د ليدلو، درس ويلو ، کار او لوبو کولو څپه پورته شوې او اړوندو چارو يې چټک پرمختګ موندلی دی. د چين د خدماتي سوداګرۍ په روان نړيوال نندارتون کې د يادو مسلکونو اړوند توليدات او خدمات هم نندارې ته وړاندې شوي دي.

د سوداګرۍ نړيوال سازمان اټکل کړی چې تر۲۰۳۰ کال پورې به ډيجټلي تخنيکونه هر کال په نړيوالې سوداګرۍ کې له ٪۱.۸ څخه تر ٪۲ پورې زياتوالی راوړي او د نړيوالې سوداګرۍ په حجم کې به د نړيوالې خدماتي سوداګرۍ انډول له ٪۲۱ څخه ٪ ۲۵ ته زيات شي.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای