CRI Online

ګډې همکارۍ زموږ د پرمختګ کلي ده

cri     (GMT+08:00) 2020-09-06 20:07:24

د چين دولت رئيس شي جين پينګ د سپتمبر په څلورمه نېټه د ۲۰۲۰کال د چين د خدماتي سوداګرۍ د نړيوال نندارتون په چوکاټ کې د خدماتي سوداګرۍ نړيوالې سرمشريزې غونډې ته په وينا کې وويل چې په تېرو څو مياشتو کې چينايانو د بېلا بېلو هېوادونو له خلکو سره يو ځای د کوويد ۱۹ ويروس د مبارزې لپاره ډېرې هلې ځلې کړې دي. لا تر اوسه په ګرده نړۍ کې کرونا وبا په بشپړه توګه نه ده کنټرول شوې او بېلابېل هېوادونه د کرونا ويروس د وقايې، د اقتصادي ودې د ساتلو او د خلکو د ژوند د تأمينولو له سترو دندو سره مخ دي. چين له ډېرو ستونزو سره سره بيا هم روان نندارتون جوړ کړی چې موخه يې له نورو هېوادونو سره په ګډې همکارۍ د اوسنيو ستونزو لرې کول، نړيوالې خدمتي سوداګرۍ ته وده ورکول او د نړيوال اقتصاد د بېرته احيا کول دي. شي جين پينګ همدارنګه پدې اړه دری فقيره ييز وړانديز وکړ. لومړی دې د سوداګريزې همکارۍ لپاره پرانيستی او عادلانه چاپيريال جوړ شي. دوهم دې د نوښت تر لارښوونې لاندې د همکاريو انجن په حرکت راوستل شي او درېيم دې د ګډو ګټو او برياليتوبونو پر بنسټ د همکاريو جوړښت وټاکل شي.

د شي جين پينګ له نظريو سره په دغه سرمشريزه غونډه کې ډېرو بهرنيو ګډونوالو موافقه څرګنده کړې ده.

په چين کې د مالتا لوی سفير جون اکوالينا سي ار ای ته وويل، شي جين پينګ په خپله وينا کې داسې پيغام ورکړی چې چين به د بېلابېلو هېوادونو پر مخ د خپل بازار خلاصون ته دوام ورکړي او موږ بايد په ګډه د راتلونکي لپاره هڅې وکړو. زما په اند د هغه وينا د نورو هېوادونو د اقتصادي ودې د دوباره غوړېدو لپاره هم سمه لاره ښودلې ده.

د سيشل د سېلانۍ ادارې چارواکی جين لوک لېلام وايي، شي جين پينګ په خاصه توګه يادونه کړې ده چې د نړۍ په کچه کرونا وبا په بشپړه توګه نه ده کنټرول شوې، موږ بايد له وبا سره د مبارزې او د ستونزو د لرې کولو لپاره ګډې هڅې وکړو. رښتيا ده چې هيڅ هېواد په يوازې ځان کرونا وبا ته ماتې نه شي ورکولی. موږ بايد له وبا سره د مبارزې لپاره خپلمنځي همکارۍ پياوړې کړو، همکارۍ تر هر څه مهمې دي.

د سياحتي ښارونو د نړيوالې اتحاديې مرستيال سرمنشي لي باو چون وايي، شي جين پينګ په خپله وينا کې وويل چې موږ بايد ګډې همکارۍ وکړو او چين به خپل ورخلاصون لاپياوړی کړي. سېلانۍ تر نورو برخو پرانيستې دي. د سېلانۍ بهير له سره پيلول د بېلابېلو هېوادونو ګډه غوښتنه ده او د ټولې نړۍ د خلکو ګډه هيله هم ده. ځکه سېلانۍ اقتصادي وده هڅولی شي او د خلکو ژوند ښه کولی شي.

د بي سي جي په نوم د امريکا د تصديو ادارې د معلوماتي شرکت رئيس هانس پول بورکنير وايي، زه غواړم د شي جين پينګ په وينا کې دوې يادې شوې کليمې تکرار کړم چې پرانيستنه او همکارۍ. که موږ پرانيستي شوو او ګډې همکارۍ وکړو، نو په نړيواله اقتصادي وده او نړيوالې سوداګرۍ کې به زياتوالی ومومو. زما په اند بېلابېل هېوادونه دې متقابل باور پياوړې کړي، يو له بل څخه دې زيات ملاتړ وکړي او يوازې لنډ مهالو ګټو او خپلو ملي ګټو ته دې متوجه نه وي.

د چين د خدماتي سوداګرۍ په روان نړيوال نندارتون کې د ابوظبۍ نړيوال پولي مرکز د دغه هېواد د ۳۰ تصديو په استازيتوب ګډون لري. په چين کې د دغه مرکز استازي فو چنګ ګانګ وايي، موږ غواړو خپلو زیاتو تصديو ته د چين په اړه لازيات معلومات ورکړو او په چين کې د پانګونو په برخه کې له دوی سره مرسته وکړو، همدا راز چيني تصديو ته زموږ هېواد او د منځني ختيځ خليج ور وپېژنو، څو دوی په لااغېزمنه توګه په دغه سيمه کې پانګونې وکړي او په لاښه توګه خپلې سوداګريزې چارې پر مخ يوسي.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای