CRI Online

د ۲۰۲۰ کال لپاره د شيان من د پانګونې نړيوال نندارتون به ژر پرانيستل شي.

cri     (GMT+08:00) 2020-09-07 09:41:02

د سين هوا اژانس د خبر له مخې، د ۲۰۲۰ کال لپاره د شيا من د پانګونې نړيوال نندارتون يعنې د ورېښمو لارې د پانګونې غونډه به د سپتمبر له ۸مې نه تر ۱۱مې نېټې پورې د چين په شيا من ښار کې تر سره شي. اوس د يادې غونډې لپاره بېلا بېل کارونه چمتو شوي دي. څه باندې ۴۰ هېوادونه او سيمې به پکې ګډون وکړي.

د شيا من ښار مرستيال ښاروال لين جيان د سپتمبر د ۶مې نېټې په ماسپښين يوه اړونده خبري ناسته کې داسې وويل چې په ۲۰۲۰ کال کې د کوويد ۱۹ خپرېدل پر نړيوال اقتصاد سخته منفي اغېزه کوي. نو د ياد نندارتون سږنۍ عمده موضوع به د پانګونې باور پياوړتيا او په همکارۍ سره د ګډو ګټو موندل وي. د دغه نندارتون عمومي مساحت به ۱۱۱ زرو مربع مترو ته ورسېږي.

( سپوږمۍ)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای