د چين خبري اژانس د خبر له مخې، په چين کې د م م د غلودانو پروګرام مرستيال استازې ماها احمد د سپتمبر په ۶مه نېټه څرګنده کړه چې ښايي په ټوله نړۍ کې د کوويد ۱۹ د خپرېدو په اثر له ۷۰ مليونو نه تر ۱۰۰ مليونه تنه له ډېرې بېوزلۍ سره مخ شي. اوس مهال د غلودانو نړيوال پروګرام د سرچينو په تنظيمولو بوخت دی څو د يادو کسانو د غلودانو اړتياوې پوره کړي.
د چين د کرنيزو توليداتو د چمتو کولو نندارتون د سپتمبر په ۶مه نېټه د هه نان ولايت په جو ما ديان ښار کې پرانيستل شو. ماها احمد د دغه نندارتون د پيل په مراسمو کې څرګنده کړه، د غلودانو د نړيوال پروګام د اټکل له مخې په هغو ۷۹ هېوادونو کې چې دغه نړيوال پروګرام پکې دفترونه لري، د هغو کسانو په شمېر کې ښايي ۸۰٪ زياتوالی راشي چې د غلودانو له کمښت سره مخ دي او د يادو کسانو شمېر به له ۱۴۹ مليونو نه ۲۷۰ مليونو تنو ته زيات شي.
( سپوږمۍ)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |