د چين خبري اژانس د خبر له مخې، د چين د سوداګرۍ د هڅولو ټولنې مرستيال چن جيان ان د سپتمبر په ۶مه نېټه د چينګ های ولايت په شي نينګ ښار کې وويل، د روان کال په لومړيو اوو مياشتو کې د چين او د يو کمربند او يوې لارې په اوږدو کې د پرتو هېوادونو ترمنځ د وارداتو او صادراتو ارزښت ۵۰۳۰ ميليارډو يوانو ته رسېدلی چې دغه شمېر له ۷۳۶ ميليارډو امريکايي ډالرو سره برابر دی. د دواړو خواوو سوداګريز تګ راتګ د کوويد-۱۹ تر منفي اغېزې لاندې د توکو د حمل و نقل د روانېدو او د موادو عرضې د ثابت ساتلو لپاره مهم رول لوبولی دی.
د همدې ورځې په ماسپښين د يو کمربند او يوې لارې تر چوکاټ لاندې د ايکولوژيکي چارو د همکارۍ او پرمختګ مباحثوي غونډه په شي نينګ ښار کې ترسره شوه. (هيله)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |