د سين هوا اژانس د خبر له مخې، د ۲۰۲۰ کال د چين د خدماتي سوداګرۍ نړيوال نندارتون په بېجينګ کې روان دی، د بېجينګ د روغتيا کمېټې، په چين کې د روغتيا نړيوال سازمان دفتر او نورو ارګانونو د سپتمبر په ۶مه نېټه د دغه نندارتون د عامې روغتيا د لرليد په فورم کې د بېجينګ وړانديز خپور کړ چې پکې يې له نړيوالو ناروغيو سره د ګډې مقابلې غوښتنه کړې ده.
په دغه وړانديز کې ويل شوي، بېلا بېلې خواوې بايد د پرانيستې، يو له بل څخه د زده کړې، مساوات او متقابل درناوي د روحيې په لرلو سره د ناروغيو د وقايې او کنټرول په برخه کې نړيوالې همکارۍ پياوړې کړي او په ټوله نړۍ کې دې د عامې روغتيا او امنيت ساتنه پياوړې کړي. (هيله)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |