د چين د سوداګرۍ وزارت د خبر له مخې، د روان کال له جنورۍ نه تر جولای پورې د کوويد ۱۹ په اثر د چين د خدماتي سوداګرۍ پيمانه کوچنۍ شوې، خو د خدماتي صادراتو کچه د وارداتو په پرتله ډېره زياته شوې چې منفي بيلانس يې کم شوی او د علمي خدماتي سوداګرۍ انډول لوړ شوی دی. په نوي حالت کې خدماتي سوداګري د اقتصادي پرمختګ په يوې نوي ملاتړې بدله شوې.
د خبر له مخې، له ۲۰۱۲ کال راهيسې په چين کې د خدماتي سوداګرۍ ارزښت هر کال ۷.۸٪ زيات شوی چې د ټولې نړۍ د زياتوالي په پرتله ۳.۷٪ چټک دی. په ۲۰۱۹ کال کې د چين د خدماتي وارداتو او صادراتو عمومي ارزښت ۵۴۱۵ ميليارډو يوانو ته رسېدلی چې د نړۍ دوهم ځای يې نيولی دی.
د دې تر څنګ په چين کې د خدماتي سوداګرۍ په جوړښت کې پرله پسې ښه والی راغلی دی. د کمپيوتري معلوماتو او سلامشورې په شمول علمي خدماتي سوداګرۍ انډول د ۲۰۱۵ کال له ۲۷.۳٪ نه د ۲۰۱۹ کال ۳۴.۷٪ ته لوړ شوی دی.
( سپوږمۍ)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |