CRI Online

په چين کې ټول ناداره وګړي تر بنسټيز طبي تضمين لاندې دي

cri     (GMT+08:00) 2020-09-07 10:22:55

خبريال د سپتمبر په ۵مه نېټه د چين د روغتيا له طبي کمېټې څخه خبر واخيست چې په چين کې د بېوزلو د روغتيا د ساتنې لپاره د مرستندويه اقداماتو د غوره کېدو وروسته، ټولټال ۱۸۰ ميليون ناداره وګړي په اغېزمنو توګه تداوي شوي او د هېواد ټول بېوزله وګړي تر بنسټيز طبي تضمين لاندې دي.

ناروغي د خلکو د بېوزله کېدو مهم لامل دی، د ۲۰۱۵م کال په پای کې، د هېواد په ټولو ثبت شويو ناداره کسانو کې ۴۴ سلنه د ناروغۍ له امله بېوزله شوي دي. د هېواد د روغتيا کميټې او د طبي تضمين ادارې په دې اړه يو لړ اقدامات طرح کړي، مثلأ، د ماليې مرکزي اداره د بېوزلو خلکو طبي تضمين ته پيسې برابروي، د طبي تضمين د اجرا کولو اندازه نيمې برخې ته ټېټېږي، د ماليې لخوا د برابر شويو طبي لګښتونو اندازه ۵ سلنه زياتېږي، د طبي تضمين د اجرا کولو اندازه لغوه کيږي، او داسې نورې آسانتياوې. د دې تر څنګ، د هېواد ۱۰۰۷ درېيمه درجه ښاري روغتونونو د بېوزلو ولسواليو روغتونونو ته ۸۰ زره طبي کارکوونکي ليږلي دي، څو په بېوزلو سيمو کې د ډاګترانو اړتياوې پوره شي. (شکريه)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای