د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د روغتيا نړيوال سازمان مرستيال عمومي مدير ژن مين هونګ په دې وروستيو کې د سينهوا اژانس خبريال ته وويل، چين د کوويد-۱۹ له خپرېدو وروسته په مثبت ډول د دې وبا د مخنيوي لپاره له نړيوالې ټولنې سره همکارۍ وکړې او په دې برخه کې يې ستر خدمت کړی دی.
نوموړي وويل، چين د کوويد-۱۹ د مخنيوي په برخه کې په مثبت ډول په نړيوالو تګ راتګ کې ګډون کړی او له دې څخه د ورخلاصون د ساتنې لپاره د چين پراخه سينه او ټينګ هوډ ښکاري.
ژن مين هوې وويل، چين د کوويد-۱۹ له خپرېدو وروسته پر وخت د روغتيا له نړيوال سازمان سره همکارۍ تر سره کړې، نړۍ ته يې د دې وبا جنټيکي جوړښت په اړه مالومات شريک کړي، د دې وبا د وقايې او کنټرول په نړيوالو علمي چارو کې يې ګډون کړی، نورو هېوادونو ته يې مالي مرستې او تجربې برابر کړې او د يوه لوی هېواد دنده يې پر غاړه اخيستې ده. (شکريه)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |