CRI Online

چين په برياليتوب سره د لوړې تشخيص کوونکې سويې لرونکی ۱۱م نمبر دوهمه سپوږمکۍ وتوغوله

cri     (GMT+08:00) 2020-09-07 16:10:30

چين په برياليتوب سره د لوړې تشخيص کوونکې سويې لرونکی ۱۱م نمبر دوهمه سپوږمکۍ وتوغوله

د سين هوا اژانس د خبر له مخې، چين د سپتمبر د ۷مې نېټې د ماسپښين په ۱ بجو ۵۷ دقيقو د تای يوان ښار په توغوونکي مرکز کې د CZ-4 راکټ له لارې په برياليتوب سره د لوړې تشخيص کوونکې سويې لرونکی ۱۱م نمبر دوهمه سپوږمکۍ وتوغوله.

ياده سپوږمکۍ د تشخيص کولو په برخه کې ډېره لوړه سويه لري او په عمده توګه به د ځمکني قلمرو د څارنې، د ښاري چارو ترتيب، د زراعتي موادو د توليدي اندازې د ارزونې او له طبيعي ناورينونو سره د مقابلې په شمول ځينو برخو کې خدمتونه ترسره کړي. برسيره پر دې، دغه سپوږمکۍ به د يو کمربند او يوې لارې د جوړونې په ګډون پروژو کې مالوماتي ضمانت برابر کړي. (هيله)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای