CRI Online

د کرونا وبا پر وړاندې د مبارزې لپاره د چين اقدامات د نړيوالې ټولنې لخوا وستايل شول

cri     (GMT+08:00) 2020-09-07 16:50:07

د تېر کال په وروستيو کې د کوويد-۱۹ وبا له رامنځته کېدو وروسته چين د دې وبا پر وړاندې د مبارزې لپاره ډېرې هڅې کړې او په ټول توان يې له نورو هېوادونو سره مرستې کړې دي. د ډېرو هېوادونو د بېلابېلو ټولنو شخصيتونه پدې نظر دي چې چين په روانه مبارزه کې ډېر د پام وړ پرمختګونه ترلاسه کړي، له نورو هېوادونو سره يې اړوندې همکارۍ د نړيوالې ټولنې لپاره نمونه ګرځېدلي او له نورو هېوادونو سره يې پر وخت اړينې او ارزښتناکې تجربې شريکې کړې دي.

د امريکا د کلومبيا پوهنتون د جراسيمو او بدني ايمني متخصص ډاکټر وينسنټ ريکانيرو پدې اړه وويل:

((چين په خپل هېواد کې د يوې تنفسي ناروغۍ د خپرېدو وضعيت کنټرول کړی دی. د تنفسي ويروس مخنيوی ډېر سخت کار دی، ځکه انسانان ساه اخلي او يو له بل سره خبرې کوي او په دې بهير کې ويروس په اسانۍ خپريږي. چين د کوويد -۱۹ ويروس په مخنيوي او وقايه کې ډېرې لاسته راوړنې لري.))

په چين کې د کرونا وبا له رامنځته کېدو څخه څه باندې يوه مياش وروسته دغه وبا په ابتدايي شکل کنټرول شوه، له دوو مياشتو وروسته هره ورځ په دې هېواد کې پر کرونا ويروس يوازې د ګوتو په شمېر کسان اخته شوي او له کابو دريو مياشتو وروسته د دغه هېواد په وو هان ښار او هوبۍ ولايت کې کرونا وبا په ښه توګه کنټرول شوې ده.

د امريکا د بېل ګېټس صندوق رئيس بيل ګېټس پدې باور دی چې د چين بېلابېلې برخې د مرکزي حکومت تر لارښوونې لاندې په چټکۍ سره د کرونا وبا پر وړاندې مبارزې ته وردانګلي او د دې مبارزې لپاره يې مناسب اقدامات غوره کړي چې په پايله کې يې په اغېزمنه توګه د وبا د خپرېدو مخه نيولې ده.

((چين د ويروس د مخنيوي په برخه کې ډېر ښه کارونه کړي دي، د دوی لاسته راوړنې د ستاينې وړ دي. دوی د هېواد په کچه ټولې طبي سرچينې همغږې کړې، په ډېرې چټکۍ سره يې ځانګړي روغتونونه جوړ کړي او د ماسک تړلو په ګډون يو لړ اړين مقررات يې تطبيق کړي دي.))

د اردن د منشور ورځپاڼې ليکوال مروان صداح وايي، چين يو بشپړ سيستم جوړ کړی چې له مرکزي حکومت څخه يې تر استوګنيزو سيمو، کليو، ښارونو أن لرې پرتو غرنيو سيمو پورې ټولې برخې پکې ونډه لري او د وبا پر وړاندې يې په روانه مبارزه کې ډېره همغږي ښودل شوې ده. طبي کارکوونکي، طبي مواد او د درملنې پلانونه هرڅه د دغه سيستم له لارې کارول کيږي.

((چين په تېرو څو مياشتو کې د کرونا وبا پر وړاندې په مبارزه کې ډېر ښه کارونه کړي دي. امريکا او هيڅ غربي هېواد په روانه مبارزه کې د چين سويې ته نه دي رسېدلي. له روانې مبارزې څخه د چين د ټاکونکي ميکانيزم غوره والی او د خلکو ښې همکارۍ څرګندې شوې دي.))

د چين مشرتابه د وبا پر وړاندې په روانه مبارزه کې پر هغې مفکورې ټينګار کړی چې له مخې يې د خلکو ژوند تر هرڅه لوړ ګڼي. دغه مفکوره په دغه هېواد کې په ښه توګه عملي شوې ده. د بېلګې په توګه د هو بۍ ولايت په مرکز وو هان ښار کې د کرونا وبا له رامنځته کېدو وروسته د دغه ولايت ۵۴۰ زره طبي کارکوونکي په لومړي وخت کې د وبا پر وړاندې د مبارزې په لومړۍ کرښې کې ولاړ وو او د دې هېواد له بېلابېلو ځايونو څخه څه باندې ۴۰ زره طبي کارکوونکي هم له ياد ولايت سره مرستې ته وردانګلي وو. د هېواد په کچه د وبا پر وړاندې د مبارزې لپاره په ميليونو طبي کارکوونکو خدمتونه کړي دي. د روان کال د می تر پايه پورې په چين کې ٪۹۴ ناروغان رغېدلي دي.

د روغتيا نړيوال سازمان د بېړنيو پروژو مسئول مايکل ريان پدې اړه وويل:

((چين بشپړ روغتيايي سيستم جوړ کړی او ناروغانو ته يې د درملنې ښه زمينه برابره کړې ده. په ناروغانو کې د رغېدلو کسانو کچه ډېره لوړه ده او دا يوه لويه بريا ګڼل کيږي.))

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای