CRI Online

ولی د چين پولي بازار لازياتې بهرنۍ پانګونې راجلبولی شي؟

cri     (GMT+08:00) 2020-09-07 19:53:50

اوس د ۲۰۲۰ کال د چين د خدماتي سوداګرۍ نړيوالې معاملې په بېجينګ کې روانې دي. د اتلسو هېوادونو او سيمو درې څلوېښتو بهرنيو پولي ارګانونو د پولي خدمتونو په ځانګړي نندارتون کې ګډون کړی دی. دغه نندارتون له اتو لويو ځانګړو نندارتونونو څخه يو ګڼل کيږي.د مورګن سټنلي او (UBS) په نوم ګروپ په شمول مشهور پولي ارګانونه پکې شامل دي. په دې نندارتون کې د دغو شرکتونو او بانکونو له ګډون څخه ښکاري چې نړيوالې تصدۍ د چين پر پولي بازار ټينګ باور لري او په دې اړه مثبته وړاندوينه کوي.

د دوی باور د ننګونو پر وړاندې د چين د عمومي اقتصاد د مقابلې له غښتلي توان سره تړاو لري. د بريټانيا ايکونوميست ويپاڼې د يوې مقالې په خپرولو سره ويلي چې چين د بهرنيو پانګوالو لپاره د کورنيو توليداتو د عمومي ارزښت د زياتوالي چاپيريال برابر کړی چې دا د نورو هېوادونو له خوا نه شي برابر کيدای. په عين وخت کې په دې وروستيو کلونو کې د چين حکومت د پولي چارو د پراخوالي او ورخلاصون لپاره يو لړ تدبيرونه هم نيولي دي . په تېر نيم کال کې بهرني بانکونه او سوداګريز بانکونه په جلا جلا توګه د چين بازار ته داخل شوي دي. د يادې معاملې د پرانيستلو په همدې اوونۍ کې په چين کې د(Citi) سي تي بانک شرکت اعلان وکړ چې د صندوق چارو په هکله يې د چين د ونډو د نظارت او ادارې کميټې منظورۍ تر لاسه کړه او په دې برخه کې لومړی امريکايي بانک وګرځېد چې د چين د حکومت جواز يې تر لاسه کړی دی.د دې ترڅنګ د مورګن د ونډو شرکت د چين په دننه کې لومړی همدغه شرکت ګڼل کيږي چې د بهرنيو پانګوالو له خوا جوړ شوی دی.

د نړيوال اقتصادد پيټرسون انسټيټيوټ په دې وروستيو ورځو کې يو تازه راپور خپور کړ چې له مخې يې د چين د پولي خدمتونو پيمانه ۴۷۰۰۰ مليارډو امريکايي ډالرو ته رسيدلې ده. که بهرني پولي ارګانونه په دې بازار کې لازياته برخه ونيسي، نو ډېرې ګټې به ترې واخلي.نو ډېرو امريکايي پولي ارګانونو هم د چين په پولي چارو کې برخه اخيستې چې په پايله کې يې د چين او امريکا ترمنځ د پولي اړيکو د پرې کولو امکان نه شته .

نړيوال پر دې باور دي چې په ياده معامله کې د چين ولسي بانک، د چين د ونډو د نظارت او ادارې کميټې او د بانکونو او بيمو چارو د نظارت او ادارې کميټې د ورخلاصون د پراخوالي په هکله ښه نيت ښودلی دی.

اوس چين يو پرانيستي پولي ميکانيزم جوړ کړی چې دا به د بهرنيو پانګونو د راجلبولو لپاره مقناطيس وي. د چين پرانيستی پولي بازار به نه يوازې د چين او د نړۍ د پولي چارو د پرمختګ لپاره خپل خدمتونه وکړي بلکې د نړيوال اقتصادي پرمختګ لپاره به هم ګټور وي.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای