د چين د بهرنيو چارو وزارت وياند جاو لي جيان د سپتمبر په اوومه نېټه په يوه نوبتي خبري ناسته کې د چين او پاکستان ترمنځ د اړيکو په هکله د پاکستان د صدراعظم عمران خان ارزونه وستايله.
نوموړي وويل چې چين او پاکستان هر اړخيز ستراتيژيک همکاران دي او يو پر بل باور لري او يو له بل څخه ملاتړ کوي. له روان کال راهيسې د چين او پاکستان ترمنځ اړيکې د کوويد ۱۹ وبا له ستونزو څخه وتلې دي او متقابل باور او دوستي يې لا ټينګه شوې ده. مونږ غواړو چې له پاکستان سره په بېل بېلو ساحو کې د دوه اړخيزې همکارۍ د پياوړتيا لپاره ګډې هڅې وکړو او په نوې زمانه کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د ګډ برخليک ټولنه اباده کړو.(غاټول)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |