د چين د بهرنيو چارو وزارت وياند جاو لي جيان د سپتمبر په اوومه نېټه په يوه نوبتي خبري ناسته کې وويل چې چين د چک ولسمشر زيمن ستايي چې تل يې له چين سره د دوستۍ د لاټينګښت او د همکارۍ د پياوړتيا لپاره هڅې کړې او د چين د سترو او حساسو مسئلو په هکله پر خپل سم دريځ ولاړ دی.
د چک ولسمشر په دې وروستيو ورځو کې وويل چې د دې هېواد د مشرانو جرګې رئيس ميلوس ويسترسيل د خپلو خلکو مخالفت له پامه وغورځاوه او تايوان ته يې سفر وکړ چې دا ښايي د چين او چک ترمنځ صادقانه همکارۍ ته زيانونه ورسوي.(غاټول)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |