امريکا غواړي د اس ام اې سي(SMIC)په نوم چيني شرکت په تور ليست کې واچوي.د چين د بهرنيو چارو وزارت وياند جاو لي جيان د سپتمبر په اوومه نېټه په يوه نوبتي خبري ناسته کې وويل چې امريکا بايد د دولتي امنيت د ساتلو په پلمه بهرنيو تصديو ته ضربت ور نه کړي.
هغه زياته کړه چې له يوې مودې راهيسې امريکا د ثبوت د نه شتون په حال کې د دولتي امنيت د ساتلو په پلمه د چيني تصديو د کارونو د محدودولو لپاره ډېر تدبيرونه نيولي چې دا د بادارۍ لټولو لپاره د دغه هېواد يوه ناوړه کړنه ده. چين له دې سره ټينګ مخالفت کوي.(غاټول)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |