د امريکا د بهرنيو چارو وزارت وياند په دې وروستیو ورځو کې وويل، د چين د بهرنیو چارو وزارت څه موده مخکې په دې هېواد کې د امريکا سفارت ته خبر ورکړی، چې په دې هېواد کې د امريکايي رسنيو د خبريالانو لپاره به د خبريال کارټ موده اوږده نه کړي، او دغه کړنه يې د امريکا پخوانې کړنې ته يو مناسب ځواب بللی دی. په دې اړه د چين د بهرنيو چارو وزارت وياند جاو لي جيان د سپتمبر په ۷مه نېټه په مطبوعاتي غونډه کې وویل، د امريکا د بهرنيو چارو وزارت د وياند ياد خبر هيڅ حقيقت نه لري او يوازې پر چين يې انتقاد کړی دی.
جاو لي جيان وويل، حقيقت دا دی چې اوس د سي اين اين په شمول د امريکايي رسنيو د خبريالانو د کارټونو د مودې اوږدولو پروسه روانه ده او د نويو کارټونو له اخيستلو مخکې په چين کې د اړوندو خبريالانو پر مرکو او ژوند اغېز نشي کولی. چين امريکا ته دغه خبر ورکړی دی.
جاو لي جيان يو ځل بیا له امريکا څخه وغوښتل چې د متقابل احترام او ګډو ګټو پر بنسټ د چين عادي او مناسبې غوښتنې ته ځواب ورکړي، په تېره بيا ژر تر ژره دې په امريکا کې د چين د ټولو خبريالانو د ويزو مودې تمديد کړي.
(فرشته)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |